د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۸

په پاکستان کې دوې ډلې د امریکا په تور لېست کې شاملې شوې


د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي
د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي

د امریکا متحد ایالتونو په پاکستان کې میشت دوه ګروپونه په نړیوال ترورستي لېست کې شامل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ وویل، امریکایان د طارق ګیدړ له ډلې او د جمعیت الدعوه القران له ډلې سره راکړه ورکړه نه شي کولای.

په بیان کې ویل شوي دي چې د دې دوو ډلو شتمني به په امریکا کې کنګل شي او د امریکا قانوني ادارو ته دا حق ورکړل شوی دی چې د دې ډلو د فعالیتونو په اړه تحقیقات وکړي.

جماعت الدعوه ډله هم په تور لېست کې ده.
جماعت الدعوه ډله هم په تور لېست کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې ده چې طارق ګیدر ډله له تحریک طالبان پاکستان سره ارتباط لري او په دره ادم خیل سیمه کې میشته ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په باور د طارق ګیدړ ډله د ۲۰۱۴ کال په ډیسمبر کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي د برید مسووله ده چې په دې حمله کې تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل شول او اکثر یې زده کوونکي وو.

د طارق ګیدړ ډلې مشري عمر منصور کوي. هغهَ ویلي دي چې ده د روان میلادي کال په جنوري کې په چهارسده کې پر باچا خان پوهنتون د برید امر ورکړی و، په دې حمله کې تر شلو ډیر کسان وژل شوي وو.

طارق ګیدر او جماعت‌الدعوه‌القران ډلې په تور لېست کې شاملې شوي.
طارق ګیدر او جماعت‌الدعوه‌القران ډلې په تور لېست کې شاملې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د جمعیه الدعوه القران ډله بیا په پیښور کې میشته ده، خو د طالبانو موسس ملا محمد عمر ته وفاداره ده.

په بیان کې ویل شوي دي چې دا ډله د القاعدې او لشکر طیبه ډلې سره متحده ده.

پر دې ډلې تور پورې شوی دی چې په ۲۰۱۰ کال کې یې بریتانیایي کارکوونکې لینډا نورګرو په افغانستان کې برمته کړې وه.

نورګرو د هغه لاسي بم له ټپونو ساه ورکړه چې له یرغملو د دې د خلاصېدو لپاره امریکایي کومانډو ځواکونو استعمال کړ.

XS
SM
MD
LG