د امریکا ولسمشر د سعودي عربستان د سفر په پیل کې د دغه هېواد له پاچا او د عربي متحد اماراتو له ولیعهد سره وکتل.
د راپورونو له مخې د ایران، بحرین، لیبیا او د داعش د ګواښونو مساله د دې خبرو د اجنډا په سر کې وه.
تمه ده چې نن به ولسمشراوباما د خلیج د همکارۍ د شورا په غونډه کې برخه واخلي او د سیمې له یو شمېر نورو مشرانو سره به هم وګوري.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره پرون د ایران او د داعش د ګواښونو په ګډون پر یو شمیر امنیتي مسایلو خبرې وکړې.
سپینه ماڼۍ وایي، بارک اوباما د عربستان له پاچا سره د لیدنې پر مهال په عربستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دا عربستان ته د بارک اوباما څلورم سفر دی او ویل کیږي چې د ولسمشر په توګه به دا ښایي سعودي ته د اوباما وروستی سفر وي. اوباما غواړي چې د خلیج عربي هېوادو ته ډاډ ورکړي چې واشنګټن د دغو هېواد د امنیت په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تیره شپه د عربي متحد اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره هم د خلیج د غړیو هېوادو د همکارۍ د شورا د غونډې ترڅنګ خبرې وکړې.
د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا ولسمشر د منځي ختیځ په اړه د اماراتو له ولیعهد سره خبرې وکړې او دواړو لوریو د یمن پر سیاسي حل ټینګار وکړ او د دې ملاتړ یې وکړ چې نړیوال د لیبیا د نوي حکومت ملاتړ وکړي.
د عربستان له پاچا او د عربي متحد اماراتو له ولیعهد سره د اوباما خبرې د تړلیو دروازو تر شا وشوې چې ډیر لږ جزییات یې خپاره شوي دي.
ریاض نن د خلیج د همکارۍ د شورا کوربه دی چې په دې کې به د سعودي، کویت، قطر، عربي متحد اماراتو، بحرین او عمان چارواکي برخه واخلي.
د ریاض په سفر کې له اوباما سره د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر، د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکاره سوزان رایس، د امریکا د مرکزي اسخباراتو د ادارې مشر جان برینان او یو شمیر نور چارواکي ملګري دي.
اشټن کارټر په ریاض کې تېره ورځ وویل چې واشنګټن د خلیج د همکارۍ د شورا له غړیو هېوادو سره د وسلو په برخه کې ډیره همکاري کړې ده.
ښاغلي کارتر زیاته کړه:
"موږ د خلیج د همکارۍ له شورا سره د مهمو دفاعي تجهیزاتو د ورکړې په برخه کې عمده ګامونه اخیستي دي چې له تېر مې میاشتې راهیسې تر ۳۳ میلیارډه ډالر ډیر ارزښت لري په دغو کې ۶۶ زره رهبري شوي وسلې دي چې د خلیج د همکارۍ د شورا غړي هیوادونه د داعش پر ضد کمپاین کې اړتیا ورته لري."
که څه هم سعودي عربستان د امریکا نژدې متحد دی خو په وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې ریاض ګواښ کړی دی، که چیرته کانګرس دا سند وڅیړي چې عربستان د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نیټې په بریدونو کې لاس درلود، په امریکا کې به خپله شتمني چې د میلیارډونو ډالرو ارزښت لري، وپلوري.
د سپتمبر د یولسې نیټې اکثر برید کوونکي د عربستان وو. په وروستیو کې د امریکا له ولسمشر څخه یوې مجلې پوښتنه وکړه چې سعودي عربستان د امریکا رښتینی دوست دی، اوباما په ځواب کې وویل چې دا موضوع پیچلې ده.