د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۸

سعودي عربستان واشنګټن ته خبرداری ورکړ


ریاض خبرداری ورکړ، که چېرته د امریکا کانګرس د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر د یولسمې نېټې د بریدونو مسؤلیت سعودي عربستان ته راجع کړ، نو په امریکا کې به خپلې ټولې شتمنۍ وپلوري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یوه راپور کې ولیکل چې د عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د کانګرس غړیو ته ویلي دي، که کانګرس داسې سند تصویب کړي، عربستان به په امریکا کې خپلې شتمنۍ چې ۷۵۰ میلیارډه ډالر ارزښت لري، خرڅې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وویل، ولسمشر اوباما به د داسې سند ملاتړ ونه کړي او هغه به لاسلیک نه کړي.

که چیرته کانګرس داسې سند تایید کړي چې د دوه زره لومړي کال د سپتمبر د یولسمې نېټې په بریدونو کې عربستان لاس درلود نو کېدای شي چې امریکا د عربستان پرضد حقوقي دعوه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وایي، موږ ډاډه یوو چې سعودیان زموږ په څېر زموږ ګټې د نړۍ د مالي سیسټم په ثبات کې ګوري.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر روانه اوونۍ عربستان ته ولاړ شي.

اوباما به د داسې سند ملاتړ ونه کړي او هغه به لاسلیک نه کړي.
اوباما به د داسې سند ملاتړ ونه کړي او هغه به لاسلیک نه کړي.

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ سي بي ایس تلویزیون ته وویل،که چېرته موږ داسې فرصت برابر کړو چې خلک په متحد ایالتونو کې وکولی شي د نورو حکومتونو پر ضد حقوقي دعوا وکړي نو له دې سره به د نورو هېوادو غړي هم د امریکا د حکومت پرضد حقوقي دعوه وکړي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې ۱۹ برید کوونکي چې څلور الوتکې یې وتښتولې او په نیویارک، واشنګتن او پنسلوانیا کې یې بریدونه وکړل، اکثر یې د سعودي عربستان وو.

هغه وخت القاعده ډله چې په افغانستان کې وه د دې بریدونو مسؤلیت ومانه او تر ننه داسې هیڅ راز ثبوت نه شته چې د سعودي عربستان حکومت دې د دې بریدونو ملاتړ کړی وي.

د عربستان پرضد په کانګرس کې د یوه سند د تصویب مساله د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په یوې تودې مسالې بدله شوې ده.

د ډیموکراټانو مخکښه کاندیده، هیلري کلنټن د ولسمشر اوباما په څېر نظر نه لري، دا وایي چې د دې سند د تصویبېدو ملاتړ کوي.

د هیلري کلنټن سیال برني سندرس ویلي دي، د اوباما نظر ته ورته نظر لري خو د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي دي، پریږدئ چې سعودیان خپلې شتمنۍ په امریکا کې وپلوري، موږ به یې واخلو او لیلام زموږ په ګټه دی.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي دي، پریږدئ چې سعودیان خپلې شتمنۍ په امریکا کې وپلوري
د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي دي، پریږدئ چې سعودیان خپلې شتمنۍ په امریکا کې وپلوري

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې نېټې د قربانیانو د کورنیو غړیو له ولسمشر اوباما څخه غوښتي دي چې د دې سند ملاتړ وکړي او د عربستان د سفر پر مهال دا مساله یاده کړي.

دغو کسانو په یوه لیک چې اوباما ته یې استولی دی، لیکلي دي چې دا د منلو نه ده چې امریکا د یوه بهرني دولت غوښتنو ته د ډیپلوماټیکو اصولو د خونديتوب لپاره سر ټیټ کړي او د امریکا عدلي اصول تر پښو لاندې کړي.

دا سند د جنوري په میاشت کې د امریکا د مشرانو جرګې عدلي کمېټې تصویب کړ خو تر اوسه د سنا عمومي غونډې ته نه دی وړاندې شوی.

په سنا کې جمهوري غوښتونکي اکثریت لري، په سنا کې د دې ګوند مشر میچ مککانل وایي، تر اوسه د دې سند پر سر د رایي اخیستلو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

یوه امریکایي قاضي د سپتمبر په میاشت کې د سپتمبر د یولسمې نېټې د قربانیانو دعوه رد کړه او ویې ویل چې د عربستان پاچا د داسې دعوې په وړاندې مصونیت لري.

XS
SM
MD
LG