د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

م.م: افغانستان به دا ځل د منلو وړ، پراخ او شفاف انتخابات ولري


د ولسمشرحامد کرزي د شاوخوا ۱۳ کلنو واکمني تر راتلونکو څو میاشتو پورې ختمیږي او نړېوال ځواکونه د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه ووځي.

دغو دواړو تحولاتو ته په پام سره د افغانستان د شنبې ورځې انتخابات د دې هېواد لپاره یوه نوې او حساسه مرحله بلل کېږي.

د امریکا په مشری نړېوال مرستندویان هیله مند دي، چې دا انتخابات به په دې هېواد کې د نړېوالې ټولنې د پراخ پوځي او ملکي ماموریتونو د پای ته رسیدو لپاره زمینه برابره کړي.

د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې له پراخو درغلیو وروسته ډیرکم خلک تمه لري، چې د شنبې د ورځې ټاکنې به په بشپړ ډول یوه ډیموکراټه پروسه وي.

خو ملګري ملتونه بیا دې پروسې ته زیاته توقع لري او هیله څرګندوي چې افغانستان به دا ځل د منلو وړ، پراخ او شفاف انتخابات ولري.

که د انتخاباتو پرمهال د طالبانو د بریدونو مخه ونیول شي، په دې پروسه کې د خلکو ګډون پراخ وي او نتیجه يې له درغلیو پاکه وي، نو دا به د افغانستان لپاره کامیابي وګڼل شي.

افغانان هیله لري، چې نوی منتخب ولسمشربه يې د سولې پروسه مخته یوسي او د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان ته د یوه خپلواکه او خپل ملي حاکمیت لرونکي هېواد بڼه ورکړي.

په کامیابی سره د شنبې د ورځې د انتخاباتو ترسره کېدل به د راتلونکي جمهور رئیس لپاره دا زمینه برابره کړي، چې له متحده ایالاتو سره مهمې اوسني کړکېچڼې اړیکې له سره تنظیم کړي.

فرانس پریس لیکي:

که د دې انتخاباتو نتیجې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ وي، نو هغو هېوادونو ته به چې افغانستان کې پوځي او ملکي ماموریت لري، هم لاره هواره کړي چې خپلو خلکو ته ووايي، په افغانستان کې يي مالي او ځاني زیانونه ارزښت لري.

تمه ده چې د شنبې د ورځې د انتخاباتو لومړنۍ غیر رسمي نتیجې د روانۍ اپریل میاشت تر ۲۴ پورې څرګندې شي او د مې میاشت تر نیمايي پورې يې رسمي پایله اعلان شي.

د افغانستان د کارپوهانو شبکې فراسن پریس ته ویلي، یوازینی یقیني خبره چې کېدای شي هغه دا ده چې دا انتخابات به ډیر له ګډوډیو ډکه یوه پروسه وي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، که انتخابات دوهم پړاو ته ځي، نو د ترسره کېدو د مخنیوي لپاره به يې ښايي د مذاکراتو په نتیجه کې یو ائتلافي حکومت رامنځته شي.

خو دا چې د یوه ائتلافي حکومت په جوړیدو سره به ټولې خواوې څومره راضي وي دا لا نه ده روښانه.

د انتخاباتو د ښکاره ګټوونکي لپاره دا اړینه ده چې نور کاندیدان خپله ماته ومني، خو که چېرته دا پروسه له درغلیو ډکه وي نو بالیونکي به يې په اسانۍ سره لاس په سر نه شي.

د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو په وتلو سره به دا هېواد په حساسه مرحله کې وي او هر ډول جدي ناکراري به د ۱۹۹۲او ۹۶ م کلونو د کورنیو جګړو یاد تازه کړي.
XS
SM
MD
LG