د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

"د ښځو له ګډونه پرته د سولې ټینګښت هیڅ امکان نه لري"


د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو نن د مدني ټولنو په یوه ګډ بحث کې د سولې د ټینګښت او په دې بهیر کې د ښځو د ونډې په اړه خپل راتلوونکي پروګرامونه تشریح کړل.

دا بحث د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځلو په درشل کی جوړ شوی وو او اکثره ګډونوال یې هم میرمنې وې.

په دې بحث کې د جمهوري ریاست د ګډون کوونکو کاندیدانو نظرونه دا وو چې د ښځو له ګډون او مشورو پرته د سولې ټینګښت هیڅ امکان نه لري.

دې کاندیدانو ویل، چې ښځې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه جوړوي او له پامه غورځول به یې د راتلوونکي حکومت په زیان وي.

د جمهوري ریاست کاندید قطب الدین هلال وویل، چې ښځه د حکومت د وسله والو مخالفینو مور او خور ده او که چیرې د سولې غږ اوچت کړي هیڅوک به یې رد نه کړي.

د مدني ټولنو بېلابېلو سازمانونو د چهارشنبې په ورځ د جمهوري ریاست له یو شمېر کاندیدانو سره بحث جوړ کړی وو او له دوی نه یې وپوښتل چې د سولې ټینګښت او په دې بهیر کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته یې پروګرامونه څه دي.

د مدني ټولنو غوښتنه دا وه چې په راتلونکي حکومت کې باید داسې سوله ټینګه شي چې د ښځو حقونه هم په کې خوندي وي او د دې ترڅنګ باید ښځې د سیاست په ډګر کې پراخه ونډه ولري.

دا بحث د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړېوالې ورځې د لمانځلو په درشل کې جوړ شوی وو.

د جمهوري ریاست بل کاندید داود سلطانزوی وویل، که چیرې د روان جنګ لامل پیدا او د سولې ټینګښت ته پیاوړې اراده رامنځ ته شي، سوله ټینګیږي.

نوموړي وویل، چې سوله د ټوپک په زور نه راځي او باید چې دې هدف ته د استدلال او منطق له لارې کار وشي:

″سوله یو ضرورت دی، سوله چې راځي باید انسان ته راشي، دا سوله نه ده چې د ښځې او نر ترمنځ توپیر په کې موجود وي، سوله باید په ضمیر کې پيدا شي، په سولې باید باور وشي، سوله باید اول له ځان سره وشي او وروسته کیدای شي چې ټولنې ته هم سوله راولي.″

د بحث بل ګډونوال او د جمهوري ریاست کاندید هدایت امین ارسلا هم په سیاسي ډګر کې د ښځو د ونډې په پراختیا ټینګار وکړ.

ښاغلي ارسلا وویل، په هغو هیوادونو کې سوله ښه ټینګیدای شي چې ښځې یې په چارو کې رغنده رول ولوبوي:

″هغه ټولنې سوله ییزې دي چې ښځې په کې پیاوړی رول لري، خو په تاسف سره زموږ ټولنه داسې ده چې د ښځو رول یې محدود کړی او دا د افغانانو په زیان ده.″

د مدني ټولنو یو شمېر غړو له بحث وروسته ازادي راډیو ته وویل، چې د کاندیدانو دا خبرې تر ډیره شعار ته ورته وې او دوی ته د قناعت وړ نه وې.

د جمهوري ریاست کاندیدان په سیاسي ډګر کې د ښځو د زیات ګډون ژمنې په داسې حال کې کوي چې د ښځو د یوشمیر فعالانو په وینا په اوسني نظام کې دا ګډون کمرنګه دی.

د ښځو فعالانې وایي، که چیرې ښځې په حکومت او تصمیم ګیرۍ کې پراخه ونډه ولري، د دې قشر په وړاندې روان تاوتریخوالی به کم او حتې صفر ته ورسیږي.

راپور: اسدالله ″لودین″
XS
SM
MD
LG