د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د هغو کاندیدانو د تعلیمي اسنادو څیړنه پيل کړه، چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دوی د فراغت بشپړ اسناد نه لري.
د یاد کمیسیون مسولینو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پوهنې وزارت دوی ته دوه ورځې مخکې د نهو سوو کاندیدانو لست و سپاره چې څلور سوه یې پکې د فراغت بشپړ اسناد نه لري.
په داسې حال کې چې د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو له انتخاباتي کمپاینونو څخه یوه ورځ تیریږي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایې د هغو سلګونو کاندیدانو اسناد به و څیړي چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د فراغت اسناد نه لري.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پوهنې وزارت ورته د نهو سوو کاندیدانو لست سپارلی چې په تعلیمي اسنادو کې یې ستونزې شته.
ښاغلي محسني وویل، چې له دې نهوو سوو کاندیدانو څخه څلور سوه یې تعلیمي اسناد نه لري.
نادر محسني زیاته کړه، که څه هم دا اقدام ناوخته دی خو په وینا یې دوی قانوني مکلفیت لري څو د دې کاندیدانو تعلیمي اسناد وڅيړي:
″موږ خپل ټول کوښښ وکړ څو دا موضوع د انتخاباتي کمپاینونو تر پيلیدو مخکې ختمه شي. خو د پوهنې وزارت د دوشنبې په شپه موږ ته دا لست وسپاره. کله چې د پوهنې وزارت په خپل مکتوب کې موږ ته د یوه کاندیدا د نه فارغیدو خبره یاده کړي، نو موږ قانوني مکلیفیت لرو چې و یې څيړو او دغو کاندیدانو ته چې ویل کیږي اسناد نه لري، باید د د فاع فرصت هم ورکړو.″
ښاغلي محسنی وویل، چې که دا څلور سوه کسان و نه شي کړای له خپلو اسنادو دفاع وکړي، نو د کاندیداتورۍ له نهایی لست څخه به لري شي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پخوا تر دې د ولایتي شوراګانو د نږدې پنځوسو کاندیدانو نومونه د کاندیداتورۍ د قانوني عمر د نه پوره کیدو او تعلیمي اسنادو په خاطر له لست څخه لري کړل.
خو د ولایتي شوراګانو یو شمیر کاندیدان بیا د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون انتقاد کوي او د کمیسیون دا کار بې وخته بولي.
د ولایتي شوراګانو دوو کاندیدانو ملک محمد او محمد ظاهر اصغري آزادي راډیو ته وویل:
″په خواشینۍ سره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید دا کار مخکې کړی وای. لږ تر لږه یوه یا دوې میاشتې مخکې باید بشپړ شوی وای څو کاندیدانو خپل پروګرامونه منظم پر مخ بیولي وای. دا کار یې ډیر ناوخته پیل کړ.
ښایې یو کس په ولایتي شوراګانو کې شل زره رایې ولري، خو د فراغت سند و نه لري.
دا کاندیدان له لومړني او نهایې لستونو څخه نه دي حذف شوي په ټولو ځایونو کې د دوي عکسونه نصب شوي دي. زه فکر کوم که اوس دوي لري کیږي، نو دا ظلم دی.″
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین د حوت یا کب په دیارلسمه نیټه پیل شول چې شاوخوا دوه زره اوه سوه کسانو ورته ځانونه کاندید کړي دي.
داسي شکایتونه هم شته چې د ولایتي شوراګانو یو شمیر کاندیدان حتی لیک لوست هم نشي کولای.
خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایې، دوی پوره کوښښ کوي څو دا ډول کسان دکاندیداتورۍ له لست څخه وباسي.