د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخواني مسولین د امریکا د د دفاع د پخواني وزیر رابرګیتس لیکنه تاییدوي چې د جمهوری ریاست په تیرو انتخاباتو کې د امریکا یوه چارواکي ریچارډ هولبروک د لاسوهنې هڅې کولې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دالارانشا پخواني رییس وايي چې؛ د افغانستان د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي ریچارډ هولبروک او پیټر ګالبیرټ په مستقیم ډول مداخله کوله او نه یې غوښتل چې حامد کرزی د دویم ځل لپاره ولسمشر شي .
داود علي نجفي چې اوس د ترانسبورت وزیر دی د امریکا د دفاع د پخواني وزیر رابرټ کیټس لیکنه چې ویلي دي، امریکایانو هڅه کړې وه چې د حامد کرزي د کامیابیدو مخه ونیسی. تایید کړه.
ښاغلي نجفي زیاتوي هولبروک د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو د نتیایجو د اعلانیدو مخنیوی کاوه:
"له انتخاباتو څخه مخکې ښاغلي ریچارډ هولبروک کابل ته راغلی او د امریکا به سفارت کې یې یو غونده درلوده، د انتخاباتو له کمیسیون څخه یې زه او د مدني ټولنو څخه یې هم استازی ورغوښتي وو؛ د انتخاباتو په تړوا خبرې وي، هغوی یو ساعت وروسته له جمهور رییس سره د خبرو ژمنه درلوده؛ هغوی له اوږد بحث وروسته ویل؛ چې له یو شخص سره په نوم د رییس جمهور د خبرو ژمنه مو کړې؛ که څه هم له هغه څخه مو ښه نه راځي او لېوالتیا هم ورته نه لرو او بله مساله دوی ویل چې، موږ خبر یو چې تاسو سبا د انتخاباتو نتایج اعلانوئ. موږ ویل چې هو، خو هغه راته ویل چې زه تاته وایم چې دا نتایج مه اعلانوئ."
هغه وویل، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر پخواني مرستیال "پیټر ګالبریت" هم هڅه کوله چې د انتخاباتو د لومړي دور نتایج اعلان نه شي.
ښاغلی نجفي زیاتوي چې په تیرو انتخاباتو کې د امریکا سفارت د انتخاباتو کمیسیون ته څو څو ځلې داسې مکتوبونه لیږلي وو چې؛ په هغې کې یې ځینو مشخصو کاندیدانو د سفرونو د زمینې د برابرولو غوښتنه په کې شوې وه.
د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې شاوخوا یو ملیون رایې باطلې اعلان شوې د انتخاباتو د دویم دور د ترسره کیدو اعلان وشو.
خو دا چې د ولسمشر کرزي اصلي سیال عبدالله عبدالله په دویم دور کې سیالۍ ته ونه وت؛ د لومړي دور د نتایجو په اساس ولسمشر کرزی بریالی اعلان شو.
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ کیټس په خپل یو نوې کتاب کې لیکي چې؛ د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې امریکا نه غوښتل چې حامد کرزی بیا د افغانستان ولسمشر شي.
ګېټس په کتاب کې وړاندې لیکي؛ دا چې زه په غونډه کې ناست وم، داسې فکر مې کاوه چې جمهور رییس اوباما په خپل قوماندان باور نه لري او د افغانسنان جمهور رییس حامد کرزی نه شي زغملای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې؛ په کابل کې د امریکا د سفارت چارواکو تل ویلي چې؛ د افغانستان انتخابات د دې هېواد کورنۍ مساله بولي او مداخله په کې نه کوي.
خو جمهوري حامد کرزي څو څو ځلې په خپلو څرګندونو کې دې ته اشاره کړې چې؛ په تېرو انتخاباتو کې امریکايي چارواکو د مداخلې هڅه کړې چې؛ دا کار باید بیا تکرار نشي.
نوموړي له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو لپاره هم پخوا دا شرط وضع کړی وو چې؛ امریکا به د شفافو انتخاباتو ضمانت کوي، خو وروسته یې وویل، امریکايي چارواکو په دې اړه ډاډ ورکړی دی.
ځینې کتوونکي وايي، ولسمشر لا هم په امریکايي چارواکو باور نه لري او ښايي یو علت چې نه غواړي له امریکا سره امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي، همدا و اوسي.