د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۴

ډیموکراسي او انتخابات


د افغانستان تر انتخاباتو وروسته نه یوازې دا چې دننه په دې هیواد کې د بیلابیلو کاندیدانو د پلویانو ترمنځ اختلافات پیدا شول لویدیځ یی هم حیران کړ.

خو دا یوازې افغانستان نه دی په ډیرو نورو هیوادونو کې هم ورته پیښې شوي دي . د ازادې اروپا خپرونې په دی اړه یوه مقاله خپره کړې او د نوي دیموکراسۍ په لاره کې ستونزې يې په بیلابیلو هیوادنو کی سره پرتله کړي دی .


متعصبه او له اصولو مخالفه دیمواکراسي ، د ازادې اورپا په خپرونه کې د هغې مقالې نوم دی چې د هارورډ د پوهنتون د استاد پروفیسور ډومینیک موزي په قلم لیکل شوې ده .

لیکوال په پیل کې لیکلي ، په ایران کې انتخابات غلا شول ، په افغانستان کې په شخړو او تا ویلي ما ویلي واوښتل او په ګابن کې په کاریکاتورنو بدل شول .

په یادو شویو او ډیرو نورو هیوادونو کې انتخابات تر ډیره حده د دیموکراسۍ څرګندونه نکوي .

هغه انتخابات چې پایلې یې د ازادۍ له اصولو سره اړخ ونه لګوي او حتي په جبر راشي ، یوه تازه مسله نه ده.

هټلر په نولس سوه دري دیرشم میلادي کال کې د ازادو او منصفانه انتخاباتو له لارې په جرمني کې واک ته ورسید .

لانجه منو انتخاباتو د لویدیځ لپاره ځانګړې ستونزي رامنځ ته کړې چې په عین وخت کې یو نړیوال ډیموکراتیک پیغام هم لري . خو هغه څه چې دا پیغام يې له ستایلو او ګټورتیا لرې کړی تیرې امپریالستي تیروتنې دي .


سیاسي کارپوه او خبریال فرید ذکریا په هغه مقاله کې چې په دوه زره څلورم میلادي کال کې یې لیکې وه دا خطرونه توضیح کړي او هغه یې متعصبه او له اصولو مخالفه دیمواکراسي بللې وه .

د فرید ذکریا له نظره متحد ایالاتو باید سره له دې چې پاکستان کې پرویزمشر ف د انتخاباتو له لارې قدرت ته نه وو رسیدلی د هغه په شان د یوه منځ لاری مشر ملاتړ کړی وی ، . برعکس ذکریا وايي باید د وینزویلا له ولس مشر هوګوچاویز سره چې د مشروع انتخاباتو له لارې انتخاب شوي باید مخالفت شوی وی .

د خپرونې په وینا په ننې نړۍ کې د انتخاباتو او دیموکراسې تر منځ بالقوه بیلوالی کومه نوې خبره نه ده .

یعنی په هره اندازه چې د یوه رژیم مشروعیت کم وي په هماغه اندازه هڅه کوي چې که د انتخاباتو په نتیجو کې په کامله توګه درغلی ونه کړي نو لاس وهنه خو په کې کوی .

نو په دې برخه کې ډیره ښه طریقه یې دا وي چې د یو شمیر خلکو په اندازه راي جوړوي خو نه په ډیره اندازه چې بریالیتوب حتمي کړي .

ددې پدیدې نوې بڼه دا ده چې د هغو ځواکونو له څرګندیدو سره مخالف وي چې غواړي دا طرح د هغه ګوند له لاري چې قدرت یی په لاس کې دی خنثی کړي .

ددې دوه اړخیز غیر مشروع بهیر له مخامخ کیدو سره ډیر ځله لویدیځ ځان محکوم احساسوي ، پرته د نتیجو په نظر کې نیولو سره چې څه دی ، د دوه کرسیو تر منځ کیني او له نیوکو سره مخامخ شي .

هغه کسان چې د قدرت واګی په لاس کې لري لکه ایران ، لویدیځ هیوادونه د مخالفینو په ملاتړ تورنوي لکه د فرانسې په شان چې د ګابن په مسله کې تورنه شوه .

نو په هغو هیوادنو کې چې ډیموکراتیک فرهنګ لا ماشوم دی یا دا چې په خپلو لومړیو پړاونو کې دی او بله خوا په هغې کې چې یا متوسطه طبقه نشته او که وي هم ډیره ناقصه او ابتدایی وي نو د انتخاباتي بهیر له ماهیت څخه څه زده کړي کولای شو ؟

خلاصه دا چې د لویدیځ لپاره ددې وخت را رسیدلی څو خپل سیاسیتونه په سمه توګه وارزوي .

ځکه په یوه شیبه کې نه کیږی چې له خپلو فلسفې فرضیو مخ واړوی او خپل لوری بدل کړي .

لویدیځ له اخلاقي لحاظه نه دا حق لري او نه هم ستراتیژیکي امکانات اجازه ورکوي چې شاه ته شي او د خیر په غنډۍ کینې هغه څه چې په ډیرو مواردو کې اصلا وجود نه لري .
د مثال په توګه دا امکان نلري چې افغانستان ته وویل شي تاسو مونږ په کامله توګه ناهیلي کړي یوو نو باید تر دې وورسته تاسو خپله خپل جنجالونه حل کړﺉ .

د ازادې اروپا خپرونه د خپلې مقالې په پای کې لیکې که څه هم چې بڼه یې یو څه فرق لري خو لویدیځ په افغانستان ، ایران ، پاکستان او ګابن کې خپلې ګټې لري . خو په افغانستان کې ددې خطر شته چې د ترهګرو اډې بیا هم رامنځ ته شي .
XS
SM
MD
LG