د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۴

ناسا درې تنه د سپوږمۍ په لور استوي


د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز
د امریکا فضایي تحقیقاتي مرکز

د امریکا فضایي تحقیقاتي اداره غواړي چې د سپوږمۍ مدار ته انسانان واستوي او بیا د یوه بل ماموریت په ترڅ کې د سپوږمۍ پر غولي انسانان ښکته کړي.

د امریکا فضایي تحقیقاتي ادارې، ناسا اعلان وکړ چې د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د لیږلیو مهالویش لري.

په تیرو څو کلونو کې سپوږمۍ ته د انسان د تګ ماموریت څو ځله ځنډیدلی دی، خو ناسا اوس ویلي دي چې د راتلونکي کال په اپریل کې به دا ماموریت ترسره شي.

د ناسا یوې چارواکې لاکیشا هاوکینز تایید کړه چې د دې ژمنې د سرته رسولو اراده لري او ښایي حتی دا ماموریت په فبروري کې شروع کړي.

د راپورونو له مخې په دې ماموریت کې به درې کسه سپوږمۍ ته واستول شي، دوه امریکایان او یو کاناډایی. دا به له څه باندې پنځوس کلونو وروسته لومړی ځل وي چې انسانان د سپوږمۍ مدار ته ځي، خو دوی به د سپوږمۍ پر غولي راښکته نه شي.

ناسا د سپوږمۍ مدار ته د دې نوي ماموریت اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې د ډونالډ ټرمپ له بیا واکمنۍ راهیسې پر ناسا فشارونه زیات شوې دي. ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې لا ویلي و چې د سپوږمۍ په لور دغه ډول ماموریت به پیل کړي او هیله یې لرله چې ناسا به بیا مریخ ته هم د تګ ورته هڅه کوي.

دا ماموریت د دې لپاره هم د امریکا متحد ایالتونو ته مهم ګڼل کیږي چې چین هم په راتلونکو کلونو کې سپوږمۍ ته د انسانانو د استولو او د سپوږمۍ پر غولي د اډې د جوړولو هدف لري.

د ناسا چارواکې لاکیشا هاوکینز د ډسمبر په پنځه ویشتمه وویل چې د امریکا حکومت غواړي چې ناسا بیا سپوږمۍ ته مخه کړي او تر نورو مخکې دا ماموریت ترسره کړي، خو ناسا غواړي چې دا ماموریت خوندي ترسره کړي او ډير احتیاط وکړي.

د سپوږمۍ مدار ته تر دې ماموریت وروسته به په بل کال، دوه زره اووه ویشتم کې د ناسا بل ماموریت دا وي چې د سپوږمۍ پر غولي انسانان ښکته کړي.

XS
SM
MD
LG