ریچارد بېنیټ دغه څرګندونې پرون جمعه د سپټمبر په ۲۶ مه" د طالبانو له لوري مذهب وسیله کول او له افغانستان اخوا یې اغیزې " په نوم جوړې شوې غونډه کې وکړې.
هغه وویل، دا پالیسي ښايي د افغانانو په څو نسلونو کې، په تېره بیا په نارینه وو او هلکانو کې د تاوتریخوالي خطرناکه ایډیالوژي پراخه کړي."په دې سختو شرایطو کې د طالبانو عادي کېدو ته د میرمنو او نجونو په وړاندې د جرمرنو د زغملو، د اوږدمهاله معافیت د پیاوړتیا او د نړۍ په نورو ځایونو کې د ښځو ضد حرکتونو د هڅولو په توګه لیدل کیدی شي، نو باید څه وشي؟ د طالبانو د مخ په زیاتیدونکي ظلم سره د مبارزې لپاره د ټولو وسیلو کارولو ته اړتیا ده؛ د څیړنې د میکانیزم د رامنځته کولو په ګډون باید طالبان حساب ورکولو ته اړ کړل شي او په دې برخه کې اصولي نړیوال ملاتړ رامنځته شي."
نوموړي وویل چې د طالبانو معافیت او پیاوړتیا به په اوږد مهال کې په نړۍ کې د ښځو ضد خوځښتونو د رامنځته کېدو لامل شي.
دغې ناستې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي طالبانو په هغه هیواد کې د ښځو ضد پالیسي په رسمي قوانینو بدله کړې او دغه قوانین یوازې هغه سخت بحران لا ژور کړی چې اوس مهال افغان ښځې او نجونې ورسره مخ دي.
نوموړي وویل په داسې حال کې چې طالبان د اسلامي اصولو د استازیتوب دعوه کوي خو د دوی دغه دعوه په کور دننه او نړیواله کچه په کلکه ننګول شوې او تینګار شوی چې ریښتیني اسلام دغه ډول توندلاري رد کوي.
ښاغلي فایق تینګار وکړو چې د کار او زده کړو په ګډون د ښځو د بنسټیزو حقونو څخه انکار د اسلامي قانون د هیڅ رښتیني تفسیر تر چتر لاندې نه شي توجیه کیدای."دا روښانتیا باید موجوده اووسي، چې د زده کړو او کار په ګډون د ښځو له بنسټیزو حقونو انکار د اسلامي شریعت د هیڅ رښتینی تفسیر له لارې نه شي توجیه کېدای، هغه زړورې افغانې میرمنې چې د دې محدودیتونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي د دوی مبارزه ریښتینې او دوی د خپلو ملي ارزښتونو ساتونکي دي."
د دې غونډې ګډونوالو چې افغان فعالان، پخواني سیاستوال او یوشمېر بهرني ډپلوماټان پکې وو، د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پر تعلیم لګېدلی بندیز لیرې کړي او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي څو د افغانانو اساسي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه ناستې او د ګډون والو د څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې یې په وار وار ویلي چې په افغانستان کې یې د شریعت پر بنسټ د ټولو خلکو په ځانګړي ډول د میرمنو حقونه خوندي کړي، داسې مهال چې په کور دننه یې له تېرو څه دپاسه څلورو کلونو راهیسي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې تړلي او د کار په ګډون یې په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.
که څه هم د طالبانو دا محدودیتونه په وار وار په کور دننه او په نړیواله کچه غندل شوي خو طالبانو نه یوازې په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی بلکې په ښځو یې د محدودیتونو په پراختیا ټینګار کړی دی.