د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۳

زلزله ځپلي: تر خیمو لاندې د ټپيانو، ماشومانو او عمر خوړولو ژوند ورځ تر بلې سختیږي


د کونړ زلزله ځپلو ته وهل شوې خیمې
د کونړ زلزله ځپلو ته وهل شوې خیمې

د مني په رارسېدو سره د کونړ یو شمیر زلزله ځپلي د کورونو غوښتنه لري. دوی وايي، ژمی نېږدې شو او ستونزمنه ده چې په خیمو کې خپل ژوند ته دغه شان دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې شا او خوا ۹۴ سلنه زلزله ځپلې کورنۍ په ازادې فضا يا موقتو سرپناوو کې ژوند کوي.

" زمونږ له خوا نه په ټولو خیریه بنستونو باندې، په ټولو موسساتو او دولت باندې دا غږ دی، چې د دغه محتاجه خلکو سره د کورونو په برخه کې مرسته وکړي."

دا د سرتاج په نوم د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو له ډلې یو دی چې وایي، کور یې لومړنۍ اړتیا ده.

زلزلې یو شمیر زخمیان هم دلته په خیمو کې شپې تېروي، ښځې دي، ماشومان دي، په دغو خیمو کې په یخه هوا کې شپې تیرول د هغوی لپاره ستونزمن دي
زلزله ځپلی

هغه ازادي راډیو ته وویل" دا چې اوس ژمی راروان دی، هوا هم سړه شوې ده، نو ځکه په خیمو کې وخت تیرول سخت شوي، ځکه د زلزلې یو شمیر زخمیان هم دلته په خیمو کې شپې تېروي، ښځې دي، ماشومان دي، په دغو خیمو کې په یخه هوا کې شپې تیرول د هغوی لپاره ستونزمن دي، نو که د دغو زیانمنو شویو سره د کورونو په برخه کې مرسته وشي دا به ډیره ښه شي. "

د مني په رارسېدو سره د کونړ د بېلابیلو زلزله ځپلو سیمو یو شمیر اوسېدونکي د کورونو غوښتنه لري.

دوی وايي، ژمې نژدې شو او ستونزمنه ده چې په خیمو کې خپل ژوند ته دغه شان دوام ورکړي.

د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي ابراهیم هم په ورته ورځ او نېټه ازادي راډیو ته وویل" خیمو کې ژوند تیروو، نن هم بارانونه شوي دي، خیمې ټولې لمدې دي، او راتلونکي کې مونږ دې مشکلاتو کې او دې یخنۍ کې، دې خیمه کې ژوند نه شو کولای، مونږ غواړو چې نړیوال ټول توجه وکړي او کورونه راته جوړ کړي، چې دا پاتې خلک په امن کې شي، نو زمونږ هیله او غوښتنه همدا ده. "

د دغه ولسوالۍ یو بل زلزله ځپلي هم په دې شرط چې نوم یې وانه خیستل شي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل" منې دی، ساړه دي، دې خیمو کې زمونږ زندګي سخته ده، کورنه مو خپل ړنګ شوي دي، وران شوي، حکومت نه مو غوښتنه ده چې مونږ ته کورنه جوړ کړي او مونږ انتقال کړي، ژمي ته ډیره کمه موده پاتې ده، مونږ سره زخمیان دي، ماشومان دي، سپین ږیري دي، مونږ نړیوالو نه غوښتنه کوو، مونږ موسساتو نه غوښتنه کوو چې مونږ ته خپله سرپناه جوړه کړي، خپله سرپناه خو مو ړنګه شوې چې مونږ یو ځای ته انتقال کړي."

ژمي ته ډیره کمه موده پاتې ده، مونږ سره زخمیان دي، ماشومان دي، سپین ږیري دي
زلزله ځپلی

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) په خپل تازه راپور کې چې پنجشنبه د سپتمبر په ۲۵ مه یې خپور کړی ویلي، چې شا او خوا ۹۴ سلنه زلزله ځپلې کورنۍ په ازادې فضا يا موقتو سرپناوو کې ژوند کوي، او د ژمي په رانژدې کېدو سره، په لوړه پرتو سيمو کې دايمي سرپناه او بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتيا ده.

په دې راپور کې راغلي چې د اګست د یو دیرشمې د شپې ناوخته زلزلې د افغانستان په ختیځ کې نژدې اته نیم زره کورونه ویجاړ کړي او ډیری زلزله ځپلي په درو او لرو پرتو سیمو کې امکاناتو ته د نه لاسرسي له امله په سختی سره ژوند کوي.

په دوام کې راغلي، د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره له څه باندې ۱۳۹ ملیونه ډالره غوښتل شوي رقم څخه تر اوسه ۲۳ میلیونه ترلاسه شوي او له ۱۱۵ میلیونه ډالره زیاتې نورې بودجې ته هم اړتیا ده.

اوچا مخکې ویلي که له نړیوالې ټولنې یې دا رقم مرسته ترلاسه کړه، نو د کال تر پایه به ۴ لکه او ۵۷ زره زلزله ځپلو ته سرپناوې، اوبه، خواړه، کرنیزې مرستې دغه شان د خوندیتابه او زدکړو خدمتونه برابر کړي.

وموغوښتل کونړ کې د زلزله ځپلو د غوښتنو په اړه دغه ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي هم وپوښتو خو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس یې نجیب الله حنیف د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

کونړ ولایت کې په خیمو کې اوسېدونکي زلزله ځپلي داسې مهال د مني او ژمني د یخنۍ او ورښتونو د خوندیتوب لپاره د کورونو غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف ده چلډرن) چهارشنبه «د سپټمبر په ۲۴مه» په خپله وېب پاڼه یو راپور کې خبرداری ورکړ چې د سرپناه نشتوالی او د ژمي یخه هوا به د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.

د راپور په ټکو د سړې هوا له امله به د ماشومانو د معافیت سیسټم کمزوری او دوی به د شدیدو تنفسي انتاناتو پر وړاندې زیات زیان ګالي کړي.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (سېف ده چلډرن) د معلوماتو پر بنسټ په زلزله ځپلو ولسوالیو کې له هرو ۱۰ کورنیو ۹ یې خیمو ته کډه شوي او شاوخوا ۳۹ زره ماشومان یې له سړې هوا سره مخ او ازاده فضا کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG