په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله د وسلوال برید پرضد د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. چارواکي وايي، د نومبر ۲۱مې په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د نومبر پر ۲۲مه په کورمه کې د یوشمېر وژل شویو جنازې وشوې. ویډیويي رپورټ.
د پېښور د خبریالانو مرکز د خبریالانو لپاره د کرکټ سیالیو انتظام کړی وو چې پکې ۱۸ لوبډلو برخه واخیسته. د سیالیو پایلوبه د نومبر پر ۲۱مه وشوه چې پکې پي پي سي مارخور لوبډلې پي پي سي زلمي ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
د نومبر پر ۲۱مه د ګېنېز نړیوالو رېکارډونو ورځ لمانځل شوې چې په مناسبت یې د نړۍ تر ټولو لوړ او ټیټ قد لرونکو ښځو له یو بل سره لیدلي دي. هغه ښځې څه مشترکات لري؟ ځواب یې د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې درکوو.
په چین کې د اوښ د غوښې، شیدو (پیو) او وړۍ استعمال زیات شوی دی نو ځکه د اوښانو ساتنه د نورو مالونو پرتله ډېره ګټوره ګڼل کېږي. په شېنجیانګ (سېنکیانګ) ولایت کې ډېری یوغور مسلمانان مالونه ساتي او اوس اکثرو شپنو د اوښانو ساتنې ته مخه کړې ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د نومبر پر ۱۵مه د پاکستان د پنجاب صوبې په کرتار پور کلي کې د سېکانو د مذهبي پېشوا بابا ګورو نانک د زېږون ۵۵۵مه کلیزه ولمانځل شوه. هغو مراسمو ته د هند په ګډون د نړۍ له يوشمېر نورو هېوادونو هم سېک زيارت کوونکي ورغلي ول. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بازارونو او کتابتونونو هغه کتابونه راټولوي چې د هغوی په فکر غیر اسلامي او د طالبانو د حکومت خلاف دي. د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې شاوخوا ۴۰۰ داسې کتابونه یې موندلي چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف دي.
د پاکستان او چين پوځيانو د نومبر له ۲۰مې د پنجاب په پبي سيمه کې ګډ تمرينونه پيل کړي چې درې اونۍ به دوام ولري. د چين دفاع وزارت ويلي چې د هغو تمرينونو لپاره یې له ۳۰۰ زیات پوځيان پاکستان ته لېږدولي دي.
په فېنلینډ کې د ناټو زرګونه پوځیان د روسیې له پولې یوازې ۱۰۰ کېلومیټره لیرې په تمرینونو بوخت دي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان حکومت د افغان تابعیت کارډونو لرونکو د برخلیک په اړه له بېلابېلو ادارو او هېوادونو سره مشورې کوي. له عباس خان سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوې کلیسا د حرارت لپاره ځانګړې بخارۍ یا پمپونه لګولي دي او په اودېسا کې یو روغتون د شمسي توانایۍ مرکز جوړ کړی دی.
په لندن کې تر کرېسمس وړاندې یوه مېله کې پلورونکو خپل توکي د پلورلپاره بازار ته راايستلي دي. هغه واړه تجارت لرونکي تمه لري چې خلک به دا ځل د عیسویانو د اختر (کريسمس) لپاره زیات سینګار توکي واخلي. بلخوا په مېله کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه هم تر سترګو کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس له ویډيو جوړ راپور
د خیبر پښتونخوا په لسګونو ماشومانو د صوبايي اسمبلۍ په تالار کې په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی. د هغې غونډې تابیا اسمبلۍ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) د نومبر پر ۲۰مه د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې وه. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ