دې چارواکو د مارچ په ۲۰ مه په ټیلیګرام استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سکول وداني تباه شوې او ممکنه ده چې خلک یې د ملبې لاندې ګېر پاتې وي. په سمدستي توګه په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېره مخې ته نه ده راغلې.
د مارچ پر ۱۴مه خبرې پر دې سربېره کېږي چې تېره شپه د کییف په شاوخوا کې په شمال غربي او ختیز سیمو او د هېواد پر نورو برخو بمبارۍ روانې وې.
د ياوورېف د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز د اوکراين په لویديځ کې د پولینډ له پولې څخه ۲۵ کېلومیټره لیرې پروت دی او دا د اوکراین يو له لويو پوځي اډو څخه ده. په هغه ځای کې اوکراين د ناټو اېتلاف له غړو هېوادونو سره په ګډه پوځي مشقونه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې تېره میاشت پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ۲۳ لکه خلک له هغه هېواده کډه شوي دي.
مذاکرات د مارچ پر ۱۰مه په ترکيه کې د روسیې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف او د هغه اوکرايني سيال دېمېترو کولېبا ترمينځ تر هغه وروسته وشول چې د روسیو ځواکونو له لوري د اوکراين په محاصره شوي ښار ماريوپول کې پر يوه زېږنتون بريد نړيواله غصه پارولې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف هم د ترکیې په سفر دی چې هلته د مارچ پر ۱۰مه له خپل اوکرایني سیال دېمېترو کولېبا سره وویني.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
د مارچ پر پينځمه نېته د ازادې اروپا راډيو په يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روس کې یې د فزيکي شتون ځنډولو لاملونه د روسیې د ټېکسونو ادارې کاروايي او د پوليسو له خوا یې د خبريالانو د ځورونو ډيرېدل دي.
په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده. اخوا د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې غونډه لري.
نور وښیئ