امریکا تر هغې وروسته دا اقدامات اعلان کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۲مه خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې دې هغو سیمو ته ورداخل شي چې پکې روسي پلوي بېلتونپالي فعالیت کوي.
بایډن وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلینکین به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د فبرورۍ پر ۲۴مه په اروپا کې وګوري او دا د جګړو د مخنیوي د هڅو برخه ده.
روسیه وايي، پر اوکراین د یرغل نیت نه لري خو له غربه یې په ناټو اېتلاف کې د هغه هېواد د نه شاملولو ترڅنګ د نورو امنیتي ضمانتونو غوښتنې هم کړې دي چې لویدیز هېوادونو رد کړې دي.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به امریکا او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.
کابلوف اېزویستیا ورځپاڼې ته وویل "د افغانستان اوسنیو چارواکو زموږ څخه غوښتي چې دوه یا درې نور ډېپلوماتان ومنو، لطفاً له دې خبر اوسئ چې دا یو اضافي معمول دی، دوی په دې لټه کې نه دي چې اوسنی سفیر لیرې کړي."
لویدیز هېوادونه اندېښنه لري چې د اوکراین له پولې سره نېږدې د روسیو پوځیانو ځای پر ځای کېدل ښايي پر هغه هېواد د حملې مقدمه وي، خو مسکو په بیا بیا ټینګار کړی چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.
د رسنیو د څار لپاره د روس سرکاري ادارې "روسکومنادزور" له ازادې اروپا ازادي راډیو غوښتنه کړې چې د خپلو دوو تر ټولو لویو څانګو ازادي راډیو او کرنټ ټایم نه د روس د حکومت مخالفه سیاستوال الیکسي نوالني د پلټنو په هکله معلومات لرې کړي.
نور وښیئ