د فوټبال لسګونه مینه والو د فوټبال د پخواني نومیالي لوبغاړي دییېګو مرادونا کور مخې ته خوشالۍ وکړې. نوموړي په ۱۹۸۶ز کال کې د خپل هېواد لپاره نړیوال جام ګټلی وو او په ۲۰۲۰ز کال کې ومړ.
رپورټ ویلي دي چې سږ کال تر ټولو زیات خبریالان په ایران او بیا پسې په چین، برما (میانمار)، ترکیې او بېلاروس کې بندي شوي دي. کمېټي وايي، دا ټول هغه هېوادونه دي چې پکې "زورواکي او ټولواکي" د رسنیو د "غلي" کولو لپاره اقدامات کوي.
پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۰مه میاشت روانه ده او مسکو دې جګړې ته "د ځانګړو عملیاتو" نوم ورکړی خو کییف او اتحادیان یې بیا وايي چې دا د بریا لپاره "بلا اشتعاله" عمل دی.
په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي چې د څلور لوبډلو په اتو ډلو یا ګروپونو کې وېشل شوې دي.
اوکراین د توغندي ورولو تور پر روسیې پورې کړی خو مسکو دا خبره رد کړې چې ګواکې توغندي یې د پولینډ پر خاوره پرېوتي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه "د وضعیت د لا خرابولو لپاره په لوی لاس" د "پارونې" معنا لري.
سازمان پاکستان په هغو اتو هېوادونو کې یاد کړی چې پکې به تر ۲۰۵۰ز کال پورې د نړۍ د مجموعي اباۍ نيمايي نفوس ژوند کوي.
د ترکیې انادولو دولتي خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي چې د کورنيو چارو وزير سلیمان سوېلو د نومبر پر ۱۴مه د هغې "حملې د پلانوونکي" د نيولو خبر ورکړی دی خو په دې اړه یې نور تفصيل نه دی خپور کړی.
د نومبر اتمې په منځمهاله انتخاباتو کې رېپبليکن ګوند څه لاس ته راوړنې کړي خو په استازو جرګه او سېنېټ کې د څوکیو ډکولو په روانه سیالۍ کې د دوی بریا له هغې څخه کمه وه چې وړاندوینه يې شوې وه.
د اسلامی ایران د خلق ګوند اتحادیې عمومي منشي اذر منصوری د نومبر پر اوومه په یوه ټویټ کې وویل چې د هغه هېواد مشرتابه باید د مظاهرو اصلي لاملونه په ګوته کړي.
تر دې مخکې، د نومبر پر شپږمه هالينډ جنوبي افریقا او پاکستان بنګلادېش ته ماتې ورکړه. له دې سره جنوبي افریقا نيمه پایلوبې ته له وتلو پاتې خو پاکستان ورته ورسېد.
نور وښیئ