د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:23 0:00

د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په سوات، مانسهره، ډېره اسماعيل خان او د بلوچستان په چمن ضلع کې په دوو ورځو کې په ټرافیکي پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. څلور واړه پېښې د جولای پر ۱۲ او ۱۳مه شوې دي. په پاکستان، په تېره بيا په خيبرپښتونخوا او بلوچستان، کې شاوخوا هره ورځ ټرافيکي پېښې کېږي. پوښتنه دا ده چې د دې پېښو لاملونه څه دي او مخنيوی يې څنګه کېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د پاکستان پارلېمان ولې تر اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د خبرو منظوري ورکړه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:58 0:00

د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پنځمه نېټه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړه. دا خبرې اترې سږکال د مې په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مینځګړيتوب پیل شوې وې چې وروسته د جون پر لومړۍ نېټه ۵۳ کسيزه قبايلي جرګې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره وليدل. پوښتنه دا ده چې وار له مخه د مذاکراتو څو پړاوونه شوي نو بیا ولې اوس له پارلېمانه منظورۍ ته اړتيا وليدل شوه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د قامي سلامتۍ کمېټۍ غړي سېنېټر انوارالحق کاکړ، د غونډې ګډونوال او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ او خبريال او څېړونکي احسان الله ټيپو سره څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG