ګوهر مسید په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د دوکتورا (پي اېچ ډي) او اېم فېل د سطحو زده کوونکي له یوشمېر ورځو راهیسې د پوهنتون تړلو پرضد په احتجاج دي. انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته تړلی وو. د پوهنتون مشر له احتجاجیانو سره لیدلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر ویلي دي چې په زندان کې چې څوک هم ورغلي دي ورته یې ویلي چې ټولې هلې ځلې د پاکستان له قانون او ایین سره سمې کوي. نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ له زندانه تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره په ځانګړې ویډویي مرکه کې کړې ده.
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ويلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد جوړې شوې قامي تګلارې نېشنل اېکشن پلان باندې د عمل نه کېدو له کبله يو ځل بيا ترهګرۍ سر راپورته کړی دی. نوموړي مشال راډيو ته ويلي چې د هېواد سياسي او اقتصادي حالات پر امن باندې منفي اغېز کوي.
دا له هغه وروسته ده چې د جنورۍ پر ۲۳مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نسیم الله، چې په نقیب الله مسید پېژندل کېده، د وژنې په قضیه کې پرېکړه واورول او د پولیس افسر راو انوار په ګډون یې د ټولو تورنو کسانو د خوشې کولو امر وکړ.
مظاهره کوونکیو له حکومته غوښتنه کوله چې د هغوی خپلوان دې زر تر زره پیدا کړي او کورونو ته یې ستانه کړي. د سیند سپاه ګوند مشر انعام سیندي مشال راډیو ته وویل، د هغوی په زرګونو کسان ورک کړل شوي دي.
د احتجاجي ناستې مشرانو د جنورۍ ۱۲مې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې او پولیسو چارواکو یې ۱۰ واړه غوښتنې منلې دي او د امنیت لپاره یې اقدامات پیل کړي دي.
د وزیرستان ولسي پاڅون پرلت یو مشر او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال ایاز وزیر هم مشال راډيو ته وویل چې حکومتي چارواکي د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو لپاره سنجیده نه برېښي. ده وویل، همدا لامل دی چې د اېف سي کیمپ پر لوري تلونکې لاره یې وتړله.
اسحاق ډار دا څرګندونې د جنورۍ پر څلورمه کړې دي او دا یې هم ویلي چې د ملک اقتصاد د هغه په وینا اوس ښه لوري ته روان دی. نوموړي دا څرګندونې، په ملک کې د ګرانۍ او بې روزګارۍ په اړه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لخوا د اعتراضونو په ځواب کړې دي.
د اسلام اباد د پولیسو ادارې تایید کړې چې د دوی یو افسر پولیس وژل شوی، څلور پولیس او دوه عام خلک ټپیان دي.
د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې د جرمني د نړیوال پرمختګ ادارې په مرسته د قبایلي ضلعو د ژوند او فرهنګ په اړه انځوریز نندارتون جوړ شو چې ورته یوشمېر خلک ورغلي ول. د نندارتون موخه د هغو سیمو له ژوند او پکې د تېرې څه د پاسه یوې نیمې لسیزې د ناامنۍ له اغېزه خلک خبرول دي. ویډیويي رپورټ.
د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر اعلان اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې که د نوموړي موخه واقعي "حقيقي ازادي" او د جمهوریت وده ده نو راتلونکې اوونۍ یې ولې د تحریک انصاف پلویانو ته په راولپېنډۍ کې د ورغونډېدو لارښوونه کړې ده؟
په قبايلي سیمو کې د جمعیت علما اسلام مشر او پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي چې د پاکستان د حکومت او وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو سلسله جاري ده. نوموړي د نومبر پر ۱۸مه د مشال راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې هغه تاثر ناسم دی چې ګواکې له ټي ټي پي سره خبرې اترې ختمې شوې دي
د پاکستاني علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي دولتي خبري اژانس ته ایسوشيټيډ پریس اف پاکستان ته ويليچې سعودي وليعهد د خپلو مصروفيتونو له وجې پاکستان ته تګ ځنډولی دی.
د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شامل پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت دا دریځ تکرار کړ چې د عمران خان په مشرۍ لاریون اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.
د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاج اعلان کړی دی.
نور وښیئ