ګوهر مسید په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د پاکستان د اب وهوا د بدلون مخنیوي چارو وزیرې شيري رحمان په خيبر پښتونخوا کې د ناامنیو په اړه په خپله وينا کې وويل چې "دا څه چې روان دي دا بغاوت نه دی، دا ترهګري ده." هغې پر مذهبي وسلوالو تنقيد وکړ چې په وينا يې د "مذهب په جامه کې خپل ناوړه هدفونه لری."
شریف د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او خپرونو چارو له وزیرې مریم اورنګزېب او د پلانونو او پرمختګ چارو وزیر احسن اقبال خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې عمران خان "جعلکار دی" او هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال "د ولس له برخلیک او معاش سره لوبې وکړې. ولس یې له نړۍ ګوښه کړ."
په ۲۰۱۸ز کال کې د اسلام اباد احتساب عدالت د لندن په اېونفیلډ سیمه کې د څلورو اپارتمانونو لرلو په قضیه کې د مریم نواز پلار او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته د ۱۰ کلونو او د هغې مېړه او پخواني پوځي افسر محمد صفدر ته هم د یو کال بند سزاګانې اورولې وې.
شریف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پر ټولنیزو شبکو دعوې شوې دي چې په غږیزو ټوټو کې وزیراعظم شهباز شریف، وزیران، چارواکي او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.
د خیبر پښتونخوا د دولتي پوهنتونونو کارکوونکو او استادانو د خپلو د نوکريو د دایمي کېدو لپاره د سېپټېمبر له ۲۴مې راهيسې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان کور مخې ته پرلت ته دوام ورکړی دی.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.
په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی دی او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې پر "عدالت برید" بللې دي.
پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې. دوی د جولای پر ۱۷مه د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي. په اسلام اباد کې د کاناډا سفارت لا په دې اړه څه
په همدې حال کې د واکمن مسلم لیګ (ن) او مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشرانو او مخکښه سیاستوالانو پر یو بل د زور او ځواک کارونې تورونه پورې کړې دي.
مسلم خان د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند وو چې ورته په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه. پر ده د ۳۱ کسانو د وژنو تور وو.
د جولای پر لومړۍ نېټه د سپریم کورټ چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب د اعلا وزیر د انتخاب په اړه د تحریک انصاف او مسلم لیګ (ق) لخوا د دایر کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه. دغه درخواست د لاهور هایکورټ د جون ۳۰مې د پریکړې خلاف جمع شوی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشرانو، غړو او پلویانو په شمالي وزيرستان کې په هدفي بريد کې د څلورو ځوانانو د وژنې پرضد او د قامي اسمبلي غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د فېروز بلوڅ پلار نور بخش بلوڅ وویل چې زوی یې د خپل پوهنتون کتابتون ته روان وو چې وتښتول شو. د نوموړي په وينا، تر اوسه یې د زوی هېڅ درک نه دی معلوم.
غونډه تر هغې وروسته شوې چې ولسمشر عارف علوي د جون پر څلورمه دواړه قانوني مسودې لاسلیک نه کړې او پارلېمان ته یې د بحث لپاره واستولې.
دغو مشرانو د جون پر درېیمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې، په کابل کې د شویو خبرو اترو غندنه کړې او وايي چې دا د پښتنو په خاوره یو ځل بیا جنګ ته لاره برابروي.
د پاکستان حکومت د لوڼۍ د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بلوچستان صوبايي حکومت په تېرو کلونو کې د مرستو ژمنه کړې وه او د ارمان لوڼي قضیه په عدالت کې روانه ده.
په پاکستان کې د تحریک انصاف او مخالفه ګوندونو سیاستوالان وايي، د روان سیاسي بحران د هواري لپاره د سپریم کورټ فیصلې ته انتظار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ