د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر وايي له ایین او قانونه علاوه هېڅ خبره نه مني


علي وزیر وايي له ایین او قانونه علاوه هېڅ خبره نه مني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر ویلي دي چې په زندان کې چې څوک هم ورغلي دي ورته یې ویلي چې ټولې هلې ځلې د پاکستان له قانون او ایین سره سمې کوي. نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۱۵مه د کراچۍ له زندانه تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې کړې ده. دی د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور تر څه باندې دوو کلونو پورې بندي وو چې تر عدالتي حکمونو وروسته خوشې شو. د وزیر تر خوشې کېدو وروسته پر ټولنیزو شبکو یو بحث پیل شوی دی چې پکې ځینو کسانو دعوه کړې چې ښايي هغه د یوه "جوړجاړي" پر اساس خوشې شوی وي خو وزیر دا په "کلکه" ردوي. په دې لړ کې د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې په زندان کې له نوموړي سره د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان د ملاقات ذکر کېږي. اېمل ولي خان د فبرورۍ پر ۱۴مه لومړی په بیان کې د ملاقات تصدیق وکړ او پر بله ورځ یې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په دویم بیان کې ویلي دي چې له وزیر سره یې خبرې "امانت" دي او دا چې ده یې په خوشې کولو کې "کردار ادا" کړی دی. خو وزیر مشال راډیو ته وویل چې په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه خبرې مني چې له ایین او قانون سره سمې وي. ده زیاته کړه چې د پي ټي اېم له لارې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. له علي وزیر سره ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG