پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
طالب چارواکي په افغانستان کې د چاودنو او نورو پېښو په اړه رسمي معلومات په ځنډ خپروي. دا په تېرو پینځو ورځو کې په کابل ښار کې درېیمه چاودنه ده.
د امریکا د انصاف وزارت په ۲۰۰۹ز کال کې وویل چې یوې جرګګۍ پر نوموړي د پورې شویو تورونو د قضیې تر اورېدنو وروسته هغه ته د عمر قید سزا واوروله.
د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.
په رپورټ کې راغلي، "د مذهب په اړه د طالبانو سختدریځي تفسیر، د هغو افغانانو چې د اسلام متفاوت تعریف لري او هغوی چې مسلمانان هم نه دي، مذهبي ازادي نقض کړې ده."
د باجوړ په مرکز خار کې پرلت پر داسې مهال پیل شوی چې په ډمه ډوله کې په چاودنه کې دوه پولیسان وژل شوي دي. د باجوړ پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې بمي چاودنه د اګست ۱۹مې پر مازیګر په چوترې کلي کې د پولیسو له پوستې سره نېږدې شوې ده چې پکې یو سرتېری ژوبل هم دی.
پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال د اګست پر ۱۵مه پوره شو. طالب چارواکو د هېواد تر نیولو وروسته له دولتي او حکومتي ودانیو څخه درې رنګه ملي بیرغ لیرې کړ او پر ځای یې د خپل تحریک جنډه هسکه کړه.
پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې عماد یوسف یې د سې شنبې (نهې) شپې مهال د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.
طالبانو تازه بیان پر داسې مهال خپور کړی چې رویټرز خبري اژانس د درو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو جګپوړو مشرانو د اګست پر درېیمه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید ته د ځواب ویلو لپاره غونډه کړې ده.
عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې په کارته سخي سیمه کې لومړی پرله پسې ډزې واورېدل شوې چې وروسته کمې شوې.
دا خبره شریف د جولای پر ۲۷مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د پاکستان سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اعلاوزیر انتخاب د پایلو په اړه د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر دوست محمد مزاري امر لغوه کړ او د حمزه شهباز پر ځای یې پروېز الهي د هغې صوبې اعلاوزیر اعلان کړ.
تمه ښوول شوې چې د جولای ۱۸مې انتخابات به د واکمن بارتیا جنتا ګوند نومانده دروپدي مورمو وګټي. مخالفه ګوندونو یشونت سېنها د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړی دی.
د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درو کلونو راهیسې د لویو مشکلاتو ښکار دی او همدا لامل دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د پور درې کلنه موافقه کړې وه.
د افغانستان او سعودي عرب په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې مسلمانانو د جولای پر نهمه لوی اختر ولمانځه. د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو په ځینو برخو کې هم خلکو د شنبې (خالي) پر ورځ اختر وکړ.
د جون ۳۰مې تر غونډې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو مخنیوی، اقتصادي ثبات او د ټولو بشري حقونو خوندیتوب غواړي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په خپله وینا کې له برخوالو وغوښتل چې ورته دې داسې مشورې ورکړي چې د نړۍ هېوادونه یې حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د جون پر ۲۹مه د افغانستان ملي ټېلېوېژن ته وویل، په غونډه کې د ښځو استازیتوب سړي کوي ځکه چې "سړي د ښځو اولادونه" دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جون پر ۲۵مه په رپورټ کې ویلي دي چې تر اوسه یې په زلزله کې د ۸۰۰ کسانو مړینه او د ۱،۴۰۰ تنو ژوبلېدل تایید کړي دي.
پوځ ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې طبي کیمپونه جوړ کړي دي.
حقاني وویل، "د وروستۍ زلزلې او سېلاوونو له امله د تلفاتو کوم وروستي ارقام چې موږ ترلاسه کړي او البته هغه هم نهایي نه دي، ۱،۰۱۴ زموږ هېوادوال شهیدان شوي دي او شاوخوا ۷۴۹ تنه نور زخمیان لرو."
د افغانستان په تر ټولو سخت ځپل شویو دوو ولایتونو پکتیکا او خوست کې د جون پر ۲۲مه ډله ییز قبرونه کیندل کېدل او جنازې روانې وې.
نور وښیئ