د پنجاب په جړاوالا سیمه کې لسګونه پارېدلو کسانو د مظاهرې پر مهال پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه کړي دي.
د فیصل اباد ضلعې د جړاوالا پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د اګست پر ۱۶مه په سیمه کې یوشمېر کسانو دعوه وکړه چې هلته اسلامي مقدساتو او د اسلام د پیغمبر سپکاوی شوی دی او تر دې وروسته اوازه (ګنګوسه) خپره شوه چې ګواکې دا کار دوو عیسویانو وروڼو کړی دی.
پولیس وايي، د یوشمېر کسانو په وینا یې د هغو دوو وروڼو پرضد مقدمه دایره کړې ده.
پولیس او د ښار اوسېدونکي وايي، تر دې وروسته د جړاوالا په یوشمېر جوماتونو کې اعلانونه وشول او سلګونه کسان ورغونډ شول.
پولیس وايي، ګڼو خلکو د ښار پر سینما چوک یا څلورلاره مظاهره وکړه او هلته یې عمومي سړک وتړه.
د پولیسو په وینا تر دې وروسته، پارېدلي خلک د ښار هغې برخې ته ورغلل چې پکې عیسویان اوسي او هلته یې یوشمېر کورونه او کلیساګانې سوځولې، لوټلې او یا ړنګې کړې دي.
ځايي انتظامیې وضعیت ته په کتو وار له مخه عیسویان خوندي ځای ته لېږدولي ول.
د جړاوالا د عیسویانو پادري عمران بټي خبریالانو ته ویلي دي چې بلوه ګرو په عیسانګري سیمه کې څلور کلیساګانې یا خو سوځولې او یا یې لوټلې دي.
دی وايي، پارېدلو کسانو د مذهب د سپکاوي په تور د یو عیسوي کور هم ړنګ کړی دی.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
د فیصل اباد انتظامیې په یو فرمان کې، چې نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی، د حالت کنټرولو لپاره د پنجاب له لنډمهالي حکومته په جړاوالا کې د رېنجرز ځواک سرتېرو ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د پنجاب لنډمهالي حکومت په یو بل فرمان کې، چې نقل یې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، د جړاوالا انتظامي مشر، چې عیسوی دی، بدل کړی دی او هغه یې سمدستي لاهور ته غوښتی دی.
د نګران وزیراعظم څرګندونې
د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جړاوالې پر پېښه سخت خپګان ښوولی دی.
نوموړي د اګست پر ۱۶مه پر اېکس په یو بیان کې ویلي دي چې "د قانون سرغړوونکو او د لږکیو په نښه کوونکو پرضد دې سخت اقدام" وشي.
کاکړ په بیان کې ویلي چې اړوندو چارواکو ته یې په بلوو کې د ککړو کسانو نیولو او د قانون منګولو ته د سپارلو سپارښتنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي چې د پاکستان حکومت د هېواد "ټولو وګړو ته په مساوي سترګه" ګوري.
په کراچۍ کې مظاهره
په همدې حال کې په کراچۍ کې یوشمېر عیسویانو د جړاوالا پېښې پرضد مظاهره کړې ده.
مظاهرچیانو د اګست پر ۱۶مه د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته د جړاوالا تاوتریخوالي پرضد نعرې ووهلې او په لاسونو کې یې بینرې نیولې وې چې ورباندې د تاوتریخوالي درولو غوښتنې او د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون ناسم استعمال درولو غوښتنې لیکل شوې وې.
مظاهرچیانو په جړاوالا کې د کلیساګانو سوځولو او لوټلو غندنه وکړه.
د مظاهرې ګډونوالو او د عیسویانو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې د هېڅ دین د مقدساتو او سپېڅلو کتابونو سپکاوی باید و نه شي. د دوی په خبره، د جړاوالې پېښې د پاکستان لږکي اندېښمن کړي دي.
دوی زیاته کړه چې دا د پاکستان د دولت ذمه واري ده چې د لږکیو خوندیتوب باوري کړي.
د مذهب سپکاوي پر سر تاوتریخوالی او قانون
په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي خو کله کله مسلمانان هم تورنېږي.
د ۲۰۲۳ز کال د مې پر شپږمه د مردان په ساولډېر کې پارېدلو کسانو د نګار عالم په نوم یو ملا وواژه.
د اپرېل پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پر یوه چینايي وګړي هم د اسلام د سپکاوي تور پورې شوی وو چې د ګرفتارۍ لپاره یې خلکو مظاهره کړې وه. حکومت هغه چینايي کارکوونکی په پوځي هېلېکاپټر کې اېبټ اباد ته واستاوه.
تر دې مخکې، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې پارېدلو کسانو یو سري لنکايی وګړی پریانتا کمار وژلی وو.
په ۲۰۱۷ز کال کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې پارېدلو زده کوونکو او نورو کسانو د مشال خان په نوم خپل پوهنتوال او مدني فعال وژلی وو. وروسته د پولیسو پلټنو وښوده چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو یو قانون هم موجود دی خو پر دې سربېره وخت په وخت خلک له خپل لوري اقدام کوي او له تشدده کار اخلي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په نوم عدالت ته له وړاندې کېدو پرته د تورنو کسانو وژنې دوام لري. رپورټ زیاتوي چې ریاست د قوانینو په سختولو د تورنو کسانو ژوند لا ګران کړی دی.
د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.
خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.