وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
پاکستاني امنیتي ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۱مه د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د مورچو جوړولو پر سر د لانجې وروسته د تورخم دروازه وتړله، چې ورسره سم سوداګري ودرېده. دا مهال په مالونو بار ګڼ ټرکونه په خیبر ضلع کې ولاړ دي.
پېښور کې د ناز سنیما د ړنګو کار دوام لري. پر ځای یې طبي مرکز جوړیږي
ثنا خان ښايي لومړۍ ښځه وي چې په پېښور کې ټیکسي چلوي. هغه د ورځې تر دوو بجو پورې په پوهنتون کې زده کړې کوي او په مازیګر کې ټیکسي چلوي. هغه وايي، د ټیکسي د چلولو له امله يې ځینې خپلوانو ورسره اړيکې پرې کړې دي، خو ځینې کسان يې بیا ستاینه کوي. نور په ویډیويي مرکه کې.
د کورمې اوسېدونکو په پېښور کې د یوې مظاهرې له لارې په بګن کې د روانو عملیاتو درولو او هلته د شويو تاوانونو د ازالې غوښتنه کړې ده.
د کورمې او پېښور ترمینځ د لارو تړل کېدو له وجې سلګونه خلک د میاشتو راهیسې په پېښور کې ایسار دي. په دوی کې زیاتره یا خو مریضان دي چې د درملنې لپاره پېښور ته ورغلي ول او لارې پرې بندې شوې
یوه افغانه پېغله په پېښور کې د سړک پر غاړه د افغانستان دودیز خواړه "منتو" خرڅوي. هغه وایي چې په افغانستان کې یې د قانون زده کړې کړې دي، خو اوس یې د مجبورۍ له کبله د منتو خرڅولو ته مخه کړې ده.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته د جنورۍ پر لومړۍ نېټه بلدیاتې استازیو احتجاج کاوه چې ورباندې پوليسو اوښکي بیونکی ګېس وکاروه.دوی د واکونو نه لرلو او د فنډونو د نشتوالي په اړه احتجاج کاوه.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) مشران او غړي په اسلام اباد کې د نومبر ۲۴مې په احتجاج کې د ګډون لپاره د هېواد له مختلفو برخو د هغه ښار پر لوري روان شوي دي. خو د پاکستان حکومت پلازمېنې ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
په کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله د وسلوال برید پرضد د پاکستان په مختلفو ښارونو کې مظاهرې شوې دي. چارواکي وايي، د نومبر ۲۱مې په برید کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی. د نومبر پر ۲۲مه په کورمه کې د یوشمېر وژل شویو جنازې وشوې. ویډیويي رپورټ.
په خیبر کې د پښتنو د قامي عدالت په نامه جرګې په پاکستاني پوځ او وسلوالو ډلو غږ کړی چې په دوو میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.د اکتوبر ۱۳مې په شپه ناوخته د دغې درې ورځنۍ جرګې په ۲۲ مادو مشتمله اعلامیه د ګډونوالو په وړاندې اعلان کړه.
په داسې حال کې چې په لسګونو خیمو کې د پاکستان د پښتون مېشته سیمو استازو پر مختلفو موضوعاتو بحثونو او مشورو ته دوام ورکړی دی، د بېلابېلو ګوندونو مخکښ سیاستوالان د لویې جرګې پر درېیمه او وروستۍ ورځ د جرګې مرکزي تالار ته ورغلي او هلته یې ناستو کسانو ته ویناګانې کړې دي. په دې اړه ویډیويي راپور.
د خیبر په رېګي للمه ميدان کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم جرګه د اکتوبر پر ۱۲مه مازيګر په رسمي توګه پيل شوه. په دې جرګه کې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو لسګونه زره کسان راغونډ شوي او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو او د هغوی د هواري په اړه به مشورې او پرېکړې کوي. نور حال د وسيم سجاد په ويډيويي راپور کې واورئ.
د غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر ۱۱مې په شپه ناوخته د خيبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې لپاره راټول شوو خلکو ته په خپله وينا کې وويل، که څه هم ټاکل شوې وه چې د پښتون قامی عدالت په نوم جرګه به د اکتوبر پر ۱۱ مه پيل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر پر ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي. ټاکل شوې وه چې جرګه سهار پیل شي خو وروسته یې وویل چې انتظامات بشپړوي. د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي. نور په ویډیو کې.
د خيبر په جمرود کې د اکتوبر پر ۱۰مه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د هغو درو پلويانو د جنازې لمونځونه ادا کړل شول چې د غورځنګ په وينا، د اکتوبر پر نهمه د پوليسو په مستقيمو ډزو وژل شوي ول. د ډزو پر مهال د پي ټي اېم تر ۱۰ زيات فعالان ژوبل شوي هم ول. ويډيو رپورټ
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشران وايي چې د خيبر د جمرود سيمې په رېګي للمه ميدان کې يې د پوليسو تر چاو وروسته د راتلونکې جرګې لپاره د انتظامي کيمپ خیمې بيا درولې دي. هغوی وايي چې د اکتوبر پر ۱۱مه به هر حال کې جرګه کوي. ويډيو رپورټ
په پېښور کې یوې افغانې کډوالې زرغونې حمیدې په خپل کور کې د نجونو لپاره د مصنوعي زیوراتو (سینګار توکو) جوړولو زده کړې مرکز پرانیستی دی. زرغونه وایي چې د دې کار له لارې غواړي کډوالو افغان نجونو ته د پیسو ګټلو اسانه لارې پیدا کړي.
د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکترانو سازمان له حکومته غوښتي دي چې په هغه صوبه کې دې شاوخوا ۶۰۰۰بې روزګاره ډاکترانو ته دندې ورکړي. د سازمان مشرانو او غړو د سېپټېمبر پر ۱۹مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته مظاهره وکړه او تر څو ساعتونو پورې یې د ښار خیبر سړک هم د ګاډو پر مخ تړلی وو.
د سېپټېمبر پر اتمه د سواد یا لیک لوست د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې په دې اړه پوهاوی زیاتول دي. پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې پکې مېلیونونه ماشومان له رسمي زده کړو بې برخې دي او پکې ګڼ خلک لیک لوست نه شي کولای.
د پېښور تاج مینه په کوچنیوالي کې ګوزڼ ووهله او په دواړو پښو شله شوه. د همدې له وجې د هغې زده کړې په پینځم ټولګي کې نیمګړې پاتې شوې
نور وښیئ