نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډاپور تر اورېدنه وروسته مشال راډيو ته وويل، دا لومړۍ اورېدنه وه او دوی د ځنډ په اړه خپل شکایت عدالت ته وړاندې کړی دی.
پي ټي اېم د عوامې نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرسته په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې او د پاکستان له حکومته يي غوښتي چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي کارکنان او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.
د سیند اسمبلۍ د نومبر پر ۱۹مه په قرارداد کې د وفاقي حکومت له خوا له تحریک طالبان پاکستان سره په پټه د خبرو اترو غندنه کړې ده.
پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د حکومت ضد احتجاجي جلسو پیل له کراچۍ وکړ. د یوشمېر اپوزیشن ګوندونو د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر ۱۳مې جلسې ته په وینا کې وویل، ولس ګرانۍ او بېکارۍ اندېښمن کړی دی. حکومت د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي او په وروستیو کې یې پر خلکو د ګرانۍ د بار کمولو لپاره
د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو د نومبر پر ۱۲ مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او د خپلو کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې تکرار کړه. په دې احتجاج کې د لادرکه کسانو د کورنيو غړو، د پوهنتونونو زده کونکو او د بشري حقونو لپاره یو شمېر مبارزه کوونکو ګډون کړی وو. نور په دې ویډیو کې.
دا احتجاجي مظاهره د ورکو بلوڅانو خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز" را بللې وه.
د هند په څېر په پاکستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم هندوان د دیوالي په نوم اختر لمانځي چې مراسم یې د نومبر پر څلورمې پیل شوي او تر ۱۱مې به روان وي. دیوالي د سنسکرت ژبې ټکی دی چې د رڼاګانو د لړۍ معنا لري. خو په دې ورځو کې هندوان څه کوي او په دیوالۍ کې ډیوې ولې بلوي؟
عدالت به د مقدمې اورېدنه د نومبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه بیا کوي، چې پکې به پولیس خپل ګواهان وړاندې کوي.
په کراچۍ کې مېشت بنګالیان وايي، له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي خو د هغه هېواد تابعیت یا شهریت نه ورکول کېږي. د همدې له وجې، د اکتوبر پر ۳۱مه د ښځو په ګډون لسګونه بنګالیانو د کراچۍ د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه. د بنګالیانو اېکشن کمېټۍ په وینا، حکومت بنګالیانو ته شناختي کارډ نه ورکوي
دا پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه ناوخته شوې ده او له پیښې وروسته په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر راجه عمر خطاب خبريالانو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې دا د سي این جي ګیس د سلینډر چاودنه وه خو متعلقه امنیتي ادارې د حقایقو معلومولو لپاره نورې پلټنې هم کوي.
د پاکستان د بلوچستان او سیند صوبو د ورکو کسانو د کورنیو غړو او لسګونه فعالانو په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتي چې لادرکه کسان دې معلوم کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. دوی په ځانګړي ډول د بلوڅانو د زده کوونکو سازمان غړو شاه میر بلوڅ او مرتضا بلوڅ یادونه کوله چې له تېرو شاوخو
د جمیعت علمای اسلام (ف ) یو مشر سېنېټر عبدالغفور حیدري مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل، د عمران خان هېڅ اخلاقي جواز نه جوړېږي چې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شي ځکه چې د اولس سره کړې یوه ژمنه یې هم نه ده پوره کړې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په غږ د اکتوبر پر ۱۷مه (پرون) په کراچۍ کې يوه لویه غونډه وکړه چې پکې یې په سيند کې د خپلو صوبايي مشرانو ټاکنې بشپړې کړې او نورالله ترین یې صوبايي مشر وټاکه.
د وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي.
دا څرګندونې د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د اکتوبر پر نهمه د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.
په پاکستان کې د کرکټ پوهان وايي، ولې نړیوالې کرکټ لوبډلې پاکستان ته نه راځي؟ باید چې د پاکستان حکومت پر خپلو نړیوالو پالیسیو له سره غور وکړي.
علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له ۱۶مې راهیسې د کراچۍ په یوه زندان کې بندي دی. پر هغه تور دی چې د تېر کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.
د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان ووژل شول چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل ول. دا کورنۍ اصلاً د سوات ده چې په کراچۍ کې کاروبار لري. د هغې کورنۍ یو مشر نادر خان وايي، یوه میاشت تېره شوه خو لا هم مجرمان نه دي معلوم شوي. پر ګاډي د برید ذمه واري چا نه وه منلې خو
د سیند د ګوټکي ښار انتظامي مشر عثمان عبدالله تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، ګرفتاره کسانو د سفر قانوني اسناد نه لرل او ځینو یې یوازې تذکرې لرلې.
نور وښیئ