د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند اسمبلۍ له تحریک طالبان سره د وفاقي حکومت خبرې وغندلې


د پاکستان د سيند صوبايي اسمبلۍ د وفاقي حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ د پټو خبرو اترو پرضد قرارداد منظور کړی دی.
د پاکستان د سيند صوبايي اسمبلۍ د وفاقي حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ د پټو خبرو اترو پرضد قرارداد منظور کړی دی.

د پاکستان د سيند صوبايي اسمبلۍ د وفاقي حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمينځ د پټو خبرو اترو پرضد قرارداد منظور کړی دی.

د سیند اسمبلۍ د نومبر پر ۱۹مه په دې قرارداد کې د وفاقي حکومت له خوا له تحریک طالبان پاکستان سره په پټه د خبرو اترو غندنه کړې ده.

په قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې " د خلکو له قاتلانو سره تر خبرو مخکې بايد ټول سیاسي ګوندونه، پارلمان او رياستي ادارې په اعتماد کې واخستل شي."

دا قرارداد د پيپلز ګوند غړي قاسم سومرو اسمبلۍ ته وړاندې کړ.

نوموړي د وینا پر مهال وویل، اسمبلۍ له ناقانونه تحريک طالبان پاکستان سره د وفاقي حکومت پر روانو پټو خبرو اعتراض کوي."

ده وویل، "تحریک طالبان پاکستان په تیرو ۲۰ کلونو کې په زرګونه کسان وژلي دي، په دې کې پوځيان، پولیس، سیاسي او غیر سیاسي غړي او عام خلک شامل وو او د پېښور ارمي پبلک سکول پېښه د هېرېدو نه ده."

قاسم سومرو زیاته کړه چې د ده په وینا، وزيراعظم له پارلمانه پرته له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې نشي کولای.

د ده په وینا، دا د قوم لويه مسله ده او بايد په پارلمان کې پرې بحث وشي.

تحریک طالبان پاکستان چې کله په خیبر پښتونخوا او نور پاکستان کې زیات بریدونه کړي وو په هغه وخت کې په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند حکومت وو.

یاد ګوندي وايي چې طالبانو د نورو صوبو پرتله د خیبر پښتونخوا ولس زیات ځپلی وو او د نورو پرتله یې د دوی زیات غړي او مشران وژلي وو.

د دې ګوند یو مشرې او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړې ثمر بلور د نومبر پر۱۹ مه مشال راډیو ته وویل چې دوی پر اوسني حکومت باور نه لري چې د خلکو په استازیتوب له یو ناقانونه ډلې سره خبرې کوي.

دې وویل، "عوامي نشنل ګوند په هيواد کې تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې دي ، موږ هم سوله غواړو خو پکار ده چې پر دا مسله په پارلمان کې خبرې وشي. یوازې يو فرد نشي کولای چې پریکړه وکړي چې نن به خبرې اترې وي او سبا به نه وي"

نوموړې زیاته کړه چې دوی دا مذاکرات په داسې حال کې نه مني چې پارلمان او ټول سیاسي ګوندونه يې په اعتماد کې نه وي اخیستي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي او پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د نومبر پر ۱۸ مه په کراچۍ کې خبريالانو ته ویلي وو چې د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د پټو مذاکراتو نتيجه به ښه نه وي.

ده زیاته کړه، "حکومت پر دې حساسه مسله هم پارلمان بې خبره ساتلی دی، سبا به دا حکومت نه وي خو د دوی د ناکامو پريکړو سزا به ولس ته رسېږي."

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر اتمه اعلان وکړ چې د يو تړون له لارې یې له تحریک طالبان پاکستان سره یو میاشتنی اوربند کړی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري د نومبر پر نهمه په اسلام اباد کې یو خبري غونډې ته له تحریک طالبان سره د مذاکراتو پخلی وکړ.

ده زیاته کړه چې په هېواد کې د امن لپاره یې له دې ډلې سره خبرې پېل کړې دي.

د سياسي چارو پوه ډاکټر توصيف احمد خان مشال راډیو ته وویل، د حکومت له خوا له خبرو دا ښکاري چې په هېواد کې یو ځانګړی مذهبي فکر بيا را ژوندی کېږي.

ده وویل، "د مذاکراتو لپاره تر ټولو لویه قاعده دا ده چې يو خو هغوی د خپلو جرمونو اعتراف وکړي چې خلک یې وژلي دي ،دويم دا چې د طالبانو ذهنونه بدل شوي او فکر یې بدل شوی وي."

ډاکټر توصیف احمد خان زیاته کړه چې که د حکومت دا پريکړې د ټولو لپاره وي، نو بیا ولې د بلوڅو او نورو لپاره دا لار نشته؟

د ده په وینا، دا مذاکرات دا تاثر ورکوي چې دا یو اړخیز دي او د مذهبي انتها پسندۍ ساتنې لپاره کارول کیږي.

په پاکستان کې بيلا بيل سياسي ګوندونه د ناقانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان ډلې او حکومت ترمنځ دپټو مذاکراتو غندنه کوي او دریځ لري چې له دې ډلې سره تر مذاکراتو وړاندې دې په پارلمان کې بحث وشي.

XS
SM
MD
LG