نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د ترهګرۍ ضد ۱۲م نمبر عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين ، د قومي اسمبلۍ د غړي محسن داوړ او په دې مقدمه کې نورو مفرورانو د جايداد تړلو رپورټ هم غوښتی دی.
د سيند حکومت دا پرېکړه د اګست پر ۳۰مه د صحت محکمې وزيرې ډاکټر عذرا پيچوهو په مشيري په يوه غونډه کې کړې ده.
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې کړې دي. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه
نواز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په پاکستان کې د یو شمېر اپوزېشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحریک - له خوا په کراچۍ کې جوړې کړې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د پاکستان په صنعتي ښار کراچي کې په یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.د چارواکو په وینا، دا اور د اګست پر ۲۷مه د کراچي په کورنګي سيمه کې د جامو جوړولو او رنګولو يوه کارخانه کې لګېدلی و، چې تر مازیګره پورې بل و، او بيا وروسته کنټرول کړل شو.
د چارواکو په وینا دا اور نن سهار (د اګست پر ۲۷مه) د کراچي په کورنګي سيمه کې د جامو جوړولو او رنګولو يوه کارخانه کې لګېدلی و، چې تر مازیګره پورې بل و، او بيا وروسته کنټرول کړل شو.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۲۱مه نېټه په کراچۍ کې د غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د خوشي کولو لپاره د کراچۍ پرېس کلب مخې ته مظاهره کړې ده.
عدالت د اګست پر ۱۷مه په یوه اورېدنه کې د زندان له چارواکو او پولیس څخه وغوښتل چې د راتلونکې سېپټېمبر میاشتې تر څلورمې نېټې دې د علي وزیر د ناروغۍ په اړه راپور وړاندې کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت غواړي چې د ټول هېواد په سکولونو کې یو ډول نصاب عملي شي. اوسمهال څلور واړه صوبې سرکاري ښوونځیو ته نصاب جوړوي او شخصي تعلیمي ادارې هم مختلف نصاب کاروي.
په کراچۍ کې پر یو موټر د لاسي بم په برید کې د خیبر پښتونخوا د سوات یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي او اته ژوبل دي. د کراچۍ د پوليسو مشر ايډيشنل انسپیکټر جنرل عمران يعقوب منهاس د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال تر پېښه وروسته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا د لاسي بم يا کريکر بم برید وو. د پېښې ښکار شوې کور
دا برید د عوامي نېشنل ګوند د مخکښ فرمان خان پر کورنۍ شوی دی. نوموړی د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کونسل غړی دی او وړاندې د یاد ګوند د سيند پخوانی جواينټ سيکريټري هم پاته شوی دی.
په کراچۍ کې کب نیوونکي وايي، له هغه وخت راهیسې چې حکومت چینايي ماکوګانو (ټرالرو) ته د ماهیانو نیولو اجازه ورکړې، د دوی ستونزې زیاتې شوې دي. دوی وايي، په سمندرګي کې ماهیان هم کم شوي او نوې حکومتي پالیسۍ یې کاروبار خورا اغېزمن کړی دی. خو حکومت وايي، د سمندرګي په ژورو اوبو کې د کبانو پر نیولو بندیز دی
د پاکستان کاروباریان وايي، دا لومړی ځل دی چې بیجنګ یې مال ورستون کړی او اندېښنه لري چې ښايي چین ورباندې د بندیزونو نیت لري.
د سیند حکومت دا پرېکړه د اګست پر اوومه د وزیراعلا مراد علي شاه په مشرۍ د کورونا وایرس د څار مرکز په غونډه کې کړې ده.
د علي وزیر وکیل قادرخان مشال راډیو ته ویلي چې موکل یې د ملا ناروغي لري او ډاکټرانو ورته د فزيوتراپي او درملنې مشوره ورکړې ده خو په زندان کې دننه دغه اسانتیاوې نشته.
د سیند حکومت له لوري د کووېډ-۱۹ واکسینو لازمي کولو له وجې په کراچۍ کې د واکسینو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې. صوبايي حکومت د کورونا وایرس وبا کنټرول په موخه په ټول سیند کې د جولای له ۳۱مې څخه د اګست تر اتمې پورې محدودیتونه او په کراچۍ کې یې ټولبند اعلان کړی. ویډیويي رپورټ.
د سرکاري شمېرو له مخې په سیند کې چې د کورونا وایرس څومره ټیسټونه کېږي د هغوی په هر ۱۰۰ کسانو کې ۱۴ په دې ناروغۍ اخته وي خو دا کچه په صوبايي مرکز کراچۍ کې لا زیاته یعني ۲۴ فیصده ده.
د جولای پر ۲۸مه په کراچۍ کې په یو وسله وال برید کې دوه چينایي وګړي ژوبل شوي. پولیس وايي، دواړه چينايان په دغه ښار کې د يوې کارخانې کارکوونکي ول. په کراچۍ کې د مشال خبريال نياز علي خان د بريد له ځايه دا ويډیو رالېږلې ده. راپور: نياز علي خان اېډېټ: ګل آياز
دا پریکړه د جولای په ۲۳مه د سيند د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ په صوبه کې د کورونا وایروس مخنیوي لپاره کار کوونکي ټاسک فورس په یوه غونډه کې شوې ده.
نور وښیئ