د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ ضد عدالت نن (نومبر ۳) له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ پر استازي علي وزیر یوه بله مقدمه کې فرد جرم لګولی دی.
یاد عدالت پر علی وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین، د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ استازي محسن داوړ، نورالله ترین، بصیر الله، احسان الله، شېر ایوب خان، محمد شېر مسید، جاوید رحیم، محمد طاهر، ابراهیم خان، نعمت الله، محمد سرور، محمد شفیع، هدایت الله په ګډون د غورځنګ پر ۱۴ غړیو فرد جرم لګولی دی.
د کراچۍ په زندان کې د مقدمې تر اورېدنې وروستو د علي وزیر وکیل قادرخان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې موکل یې د جرم د صحت منلو نه انکار کړی دی. نوموړی زیاتوي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښانو دا مقدمه پروسږکال د ډیسېمبر پر شپږمه نېټه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یوې ولسي غونډې ته تر ویناګانو وروستو جوړه شوې وه. ((په دې مقدمه کې منظور پښتین، محسن داوړ او پینځه نور کسان مفروران ګرځول شوي دي او د دوو کسانو خلاف د رياست پرضد وینا، د خلکو راپارولو او اړې ګړۍ جوړولو دفعی لګول شوې دي.))
پوليس دعوه لرې چې د پي ټي اېم مخکښانو درياست خلاف ويناګانې کړې وې خو په قضيه کې د هغوی وکيل قادرخان ايډوکيټ دغه تور ردوي او وايي چې د ۲۰۲۰ز کال د ډیسېمبر پر شپږمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د هېچا خلاف او نه هم د ریاست پرضد وېناګانې شوې وې.
عدالت به د مقدمې اورېدنه د نومبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه بیا کوي، چې پکې به پولیس خپل ګواهان وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې د پارلیمان غړې علي وزیر د پروسږکال د ډیسېمبر په ۱۶ مه په پېښور کې نیول شوی وو او له تېرو لسو میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی.
د علي وزير د ضمانت لپاره د پاکستان سپريم کورټ کراچۍ رجسټرۍ ته هم خواست شوی دی چې روان کال د جون په ۲۵مه یې وړومبۍ اورېدنه شوې وه. د نوموړي د خوشې کولو لپاره پي ټي اېم او پښتونخوا ملي عوامي ګوند احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.