نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې هندوان د هولې اختر لمانځي، په کراچۍ کې هم هولي د مارچ پر ۱۷مه پيل شوې ده او درې ورځې به يې جشنونه او خوشحالۍ لمانځل کېږي. د مشال راډيو خبريال نياز علي خان ويډيويي راپور لري.
د کراچۍ سهراب ګوټ پولیسو منلې چې يو پښتون ځوان اسماعيل اکاخېل یې په يوه کاروايي کې وژلې. پوليسو لومړی ادعا کړې وه چې نوموړی وسله وال وو خو وروسته یې وويل چې دا کاروايي مشکوکه وه. پي ټي اېم په کراچۍ کې احتجاج کړی او پولیسو وعده کړې چې تر پلټنو وروسته به تورنو کسانو ته د قانون مطابق سزا ورکول کيږي.
حکومت دریځ لري چې د پارلېمان تر نیمايي زیات غړي ورسره ولاړ دي او خپله وزیراعظم عمران خان هم د مارچ پر اتمه ناوخته وويل چې که د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې شو نو مقابله به یې کوي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ چارو وزیر امتیاز شیخ وویل چې له پي ټې اېم سره یې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په لارښوونه مذاکرات وکړل او ژمنه کوي چې موافقه به بشپړه عملي کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند صوبايي حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د تحریک یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د خوشې کولو په ګډون یې په کراچۍ کې د پښتنو د نورو غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی. نوموړي د مارچ پر شپږمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې که حکومت له
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ وزیر امتیاز شیخ د مارچ په اوومه مشال راډيو ته وويل چې د پی ټي اېم سره یې د خپل ګوند (پيپلز پارټۍ) د مشر بلاول بټو په وینا خبرې وکړي او دوی ژمنه کويچې په شوي لوظنامه به بشپړ عمل کيږي.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي، که وزیراعظم عمران خان استعفا ور نه کړه نو بیا به د هغه د ګوښه کولو لپاره د پارلېمان دننه او بهر پر هرې جمهوري لارې عمل کولو ته اړ شي. په عین وخت کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند په سیند صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت ضد لاریون پیل کړی. ویډیويي رپورټ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر
د اسلام اباد پر لور د پاکستان پیپلز ګوند لانګ مارچ په کراچۍ کې د جناح له مزاره پیلېږي
په کراچۍ کې د کب نیوونکو بېړیو مالکانو او کارکوونکو د حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې د بلوچستان په سمندري حدودو کې ورته د کبانو د نیولو اجازه نه ورکوي، احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی د فبرورۍ له ۱۵مې راهیسې په احتجاج دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې راهيسې د هغه د خوشې کولو د غوښتنې په خاطر د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د خوشې کولو پر موضوع یې د سیند له صوبايي حکومت سره رابطې شوې دي. نوموړي د فبرورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ. خو د سیند حکومت د پښتین د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.
د فبرورۍ پر ۲۰مه نېټه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال منظور پښتين وويل چې د احتجاجي پرلت له لارې له سيند حکومته غواړي چې د علي وزير پرضد درج شوي د اېف ای ارونه (مقدمې) دې بیرته واخلي.
پښتین وویل، دا د علي خان وزير د وينو او مزاحمت د تربيت کمال دی چې نن دا ماشومان له موږ سره په پرلت کې دي.
منظور پښتین دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۸مه، په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت پرمهال کړي.
د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د فبرورۍ پر ۱۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې له پولیسو او د زندان له چارواکو یې معلومات اخیستي او علي وزیر ته عدالت په یوه مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په بله کې یې ضمانت نه دی شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د علي وزیر او نورو بندي غړيو د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت نن په درېيمه ورځ هم روان دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان منتخب استازی علي وزير له تېرو ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی.
نور وښیئ