د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتین وايي سیند حکومت ورته د ټولو غوښتنو عملي کولو ډاډ ورکړی


پښتین وايي سیند حکومت ورته د ټولو غوښتنو عملي کولو ډاډ ورکړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:56 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند صوبايي حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د تحریک یو مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د خوشې کولو په ګډون یې په کراچۍ کې د پښتنو د نورو غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی. نوموړي د مارچ پر شپږمه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل چې که حکومت له موافقې سره سم، وزیر خوشې نه کړ، نو بیا به احتجاجي پرلت پیلوي. غورځنګ د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د سیند اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. هلته د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب او د انرژۍ چارو وزیر امتیاز شیخ د مارچ پر اوومه ویلي چې له پي ټې اېم سره یې د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په لارښوونه مذاکرات وکړل او ژمنه کوي چې موافقه به بشپړه عملي کوي. ټاکل شوې چې دواړه خواوې د مارچ پر اوومه موافقه ولیکي. ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG