د لاسرسي ځای

تازه خبر

مراد علي شاه: سيند صوبه کې به ګورنر راج له توند غبرګون سره مخامخ شي


د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر او د سيند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه. انځور له ارشيفه
د پاکستان پيپلز ګوند يو مشر او د سيند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه. انځور له ارشيفه

د پاکستان د سيند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه ويلي، که په سيند کې د مرکزي حکومت لخوا "له هر ډول غېر ايينې لارې" د ګورنر راج پلي کولو اقدام وشو، نو دا به د سيند د ولس "له بېساري غبرګون" سره مخامخ شي.

نوموړي دا خبره پرون (مارچ ۱۷م) پر خپل ټويټر تر هغه وروسته کړې چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې وزيراعظم عمران خان ته يې وړانديز کړی چې په سيند صوبه کې دې ګورنر راج عملي کړي.

په سيند کې دا وخت د حکومت مخالفه ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت دی. د ګورنر راج تر عملي کېدو وروسته د اعلا وزير ټول واک هم ګورنر ته انتقالېږي.

ګورنر راج د ولسمشر لخوا په صوبه کې د ګډوډۍ يا بېړنيو حالاتو پر وخت اعلانېږي. د دې لپاره يا خو د صوبايي اسمبلۍ د اکثريت غړيو لخوا د قرارداد منظوري په کار وي او يا هم د پاکستان له قامي اسمبلۍ او سېنېټ څخه د دې منظوري شرط وي.

شېخ رشيد دا خبره په داسې حال کې کړې چې حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړ.

پر وزيراعظم د بې باورۍ تحريک جمع کېدو وروسته د پاکستان تحريک انصاف ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت او پخپله وزيراعظم عمران خان د اتحادي ګوندونو له بېلا بېلو سياستوالو سره ليدنې کړې چې د هغوی باور تر لاسه کړي.

بلخوا حکومت مخالفه ګوندونو هم هڅې پيل کړي چې په قامي اسمبلۍ کې پر خپلو غړيو سربېره د واکمن ګوند او د حکومت اتحادي ګوندونو غړي له ځان سره يو ځای کړي.

په اسلام اباد کې پرون (مارچ ۱۷م) د وفاقي کابينې تر غونډې وروسته شېخ رشيد تور پورې کړ چې سيند صوبې د عدم اعتماد تحريک لپاره د پارلېمان غړو په پيسو اخيستل پيل کړي نو د نوموړي په وينا بايد په هغه صوبه کې ګورنر راج نافذ کړل شي.

د شېخ رشید لخوا په سیند کې د ګورنر راج د خبرو په غبرګون کې د سیند د اطلاعاتو وزیر سعید غني پرون له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د حکومت تورونه رد کړل او ويې وويل چې وفاقي حکومت په صوبه کې د ګورنر راج لګولو هيڅ يوه لاره نه لري.

نوموړي زياته کړه: "په سيند کې د ګورنر راج په اړه د شېخ رشيد څرګندونې د واکمن ګوند په صفونو کې وېره څرګندوي. داسې حکومت چې په قامې اسمبلۍ کې یې اکثریت له لاسه ورکړی، د یوې صوبې د قانوني حکومت پر ضد د غېرقانوني ګامونو پورته کولو په اړه غور کوي."

د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف ځينې غړي د اسلام اباد په سيند هاوس کې له څو ورځو راهيسي دېره دي. حکومتي وزيران پر مخالفو ګوندونو تور پورې کوي چې د دوی غړي يې تښتولي او په سيند هاوس کې يي بند ساتلي دي.

خو د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ يوه غړي راجا ریاض، چې په سيند هاوس کې دېره دی، د مارچ پر ۱۷مه د جیو نیوز له خبریال حامد میر سره په مرکه کې دعوه وکړه چې هغه او د واکمن ګوند شاوخوا ۲۴ نور غړي په خپله خوښه په سیند هاوس کې موجود دي او "د خپل ضمیر له مخې" به په عدم اعتماد تحريک کي رایه کاروي.

د واکمن ګوند غړيو ويلي چې د وزيراعظم عمران خان پر ضد د حکومت مخالفه ګوندونو لخوا پر راوړل شوي عدم اعتماد تحريک به د مارچ تر ۲۷مې وروسته په قامي اسمبلۍ کې رايې اچول کيږي، ځکه د مارچ پر ۲۷مه دوی په اسلام اباد کې ولسي غونډه اعلان کړې ده.

بلخوا حکومت مخالفه اتحاد "پاکستان جمهوري تحريک" د مارچ پر ۲۳مه د اسلام اباد پر لور احتجاجي لاريون اعلان کړی چې د دوی په وينا د مارچ پر ۲۵مه به اسلام اباد ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG