نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د نومبر پر ۲۵مه پر ښځو د تشدد د ختمولو نړیواله ورځ ولمانځل شوه او له هغه وخت راهیسې پر ښځو د تشدد پرضد ۱۶ ورځنی کیمپېن دوام لري.
د ضلعې پوليسو يو مشر باچا حضرت د نومبر پر۲۶مه، مشال راډیو ته وويل چې د ميډیکل کالجونو کې داخلو لپاره د کېدونکي ټېسټ پر مهال يې د امنیت ساتلو په خاطر د قانون دفعه ۱۴۴مه نافذه کړې ده، خو د ده په وينا، د دې سربېره تحریک انصاف په خوازه خېله کې جلسه وکړه
خان د نومبر پر ۲۳مه د سوات په کوکارۍ کې د ګوند د غړو غونډې ته وویل چې د پاکستان د دفاع، ساتنې او پرمختګ لپاره یې مرسته کړې ده خو که د هغه بدلون ختمولو هڅه کېږي نو دا به د هېواد لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.
د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو د ټولنې یوې مشرې ارزو خان د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې د کمېټۍ جوړولو لپاره یې دوه نومونه پولیسو ته ورکړي دي.
دا جرګه د نومبر پر ۱۲مه د مېنګورې په پريس کلب کې وشوه چې پکې د ملاکنډ د نهو ضلعو څه د پاسه ۲۵۰ قامي او سياسي مشرانو ګډون وکړ.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د نومبر پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې یوه ورځ مخکې یې په ارسون نومي ځای کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته" وشوه چې پکې دوه مشکوک وسلوال ووژل او څلور ژوبل شول.
په کبل کې د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشر وقار خان مشال راډیو ته وویل چې مساپر وړونکی فلاینګ کوچ د نومبر پر پینځمه سهار مهال له یوه کلي څخه د کبل پر لوري روان وو چې برېک یې خراب شو او کندې ته پرېوت.
د سوات د مینګورې د ثانوي یا های سکول زده کوونکو له ملم جبې څخه د شانګلې تر یخ تنګي پورې پیاده یا پلی چکر وهلی دی چې پر مهال یې د دوامداره پرمختیا په اړه معلومات ترلاسه کړل. ملګري ملتونه پر دوامداره پرمختیا ټینګار کوي ځکه چې له دې سره چاپېریال محفوظ پاتې کېږي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
هغه وویل "دا ګاډي د چمن څخه راځي او دلته یې خلک اخلي، دا درګۍ د پاټکه پورې اجازت لري، مخکې هم حکومتونو دا مسله راپورته کړې ده. په دې ګاډو دلته خلک خپلې مزدوریانې کوي، که دوی په دې ټیکسونه لګوي نو موږ ورته تیار نه یو."
د پاکستان حکومت په وروستیو کې ویلي دي چې د ټول هېواد په څېر په ملاکنډ کې هم پر هغو ګاډو مالیه لګوي چې د ګمرک یا کسټم محصول یې نه دی ورکړی. په ملاکنډ ډېوېژن کې اوسمهال شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ داسې ګاډي چلېږي چې کسټم یې نه دی ورکړی. ویډیويي رپورټ.
د سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل، هغوی هغوی ژوبل کسان له کندې وایستل او د ژغورنې د ادارې په مرسته د سوات د سیدو شریف روغتون ته لېږدول شوي دي.
په سوات کې د يتيمو او بېوزله ماشومانو د ساتنې او روزنې حکومتي ادارې "زموږ کور" د خپل تاسيس د دويمې کليزې په مناسبت د ماشومانو په لاسونو د جوړو شیانو نندارتون جوړ کړی. په هغه اداره کې هغه ماشومان روزل کېږي چې د بېلا بېلو لاملونو په نتيجه کې له زدکړو پاتې شوي دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات قامي جرګې مشر مختیار یوسفزي خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د بدامنۍ تازه لړۍ د سوات خلکو ته د منلو وړ نه ده.
دا له هغه وروسته ده چې د ګلګت بلتستان حکومت په ځينو ځایونو کې د امنيت لپاره د پولیسو تر څنګ رينجرز او ايف سي ځواکونو هم ورغوښتي دي.
د ډېپټي کمېشنر په ليکل شوې حکم نامه کې پر فياض ظفر تور پورې شوی چې نوموړي عامه نظم ګډوډ کړی
د شانګلې او بټګرام د يوه کلي ترمینځ د سيند پر سر زانګو (چېیر لېفټ) د تګ راتګ لپاره استعمالوونکې وايي چې بهر ته تلو لارې نه شته او یوازې زانګو يې د تګ راتګ مهمه وسيله ده.
د اګست پر ۲۵مه د هغو مظاهرو ګډونوالو د بجلۍ د محکمې واپډا ضد نعرې ووهلې او د بجلۍ بیلونه یې وسوزول. مظاهرین وایي چې په ملک کې ګراني له وړاندې نه زیاته ده او روزګار نشته خو د بجلۍ نرخونو زیاتېدو سره یې مشکلات نور هم زیات شوي دي.
نور وښیئ