نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د اکتوبر په ۱۸مه، د خوست په لکڼو سرحدي سیمه کې یوه پخوانۍ دښمني، چې درې کسان په کې وژل شوي او یو تن ټپي شوی ول، د قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
خوستي سوداګر او کاروباریان وايي، سږ کال د افغانستان په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د زڼغوځیو حاصلات ښه شوي، خو تر اوسه یې بیه پر ځای نه ده ولاړه. دوی غوښتنه کوي چې د زڼغوځیو د پروسس او بسته بندۍ فابریکې دې په خوست کې جوړې شي او له همدې ځایه دې نورې نړۍ ته صادر شي.
په خوست کې د کرنیزو، صنعتي او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون روان دی. هغه نندارتون د اکتوبر پر ۱۵مه پیل شو او منتظمینو د ځڼغوزیو د تازه حاصل له وجې ورته د "تورو الماسو" نوم ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.
د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ د اسمان کوټ د لیرې پرتې سیمې اوسېدونکي د ژوند په بهیر کې له ګڼو ستونزو شکایت کوي.
د افغانستان د پکتیا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له وروستۍ بړبوکۍ او توپان څخه زیانمن شوي کسان وايي چې کورونو او ابادیو ته يې دې طبيعي افت درانه تاوانونه رسولي او د کورونو زیاتره لمرينې ښېښې يې هم ماتې شوې دي.
د افغانستان په پکتیا ولایت کې د صنعتي او کرنیزو توکو او حیواني محصولاتو یو ورځنی نندارتون شوی دی. د سېپټېمبر د ۲۵مې نندارتون موخه د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمینځ د اړیکو جوړول ول. په نندارتون کې د لوګر، پکتیا او خوست تولیدات هم ایښي ول
د افغانستان د خوست اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې هغوی دې په ښار کې د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د پېر او پلور مخه ونیسي. د هغوی په وينا، دا ډول توکي دوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي او وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د ځانونو د درملنې توان هم نه لري.
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د ابوخیلو په سیمه کې ۹۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې. یاده پروژه د امریکا د حکومت په مالي ملاتړ او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې ده. د صبریو د ابوخېلو سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل له دې مخکې دوی د کلي د لوی ډنډ غیر صحي اوبه استعمالولې.
په پکتیا کې د ۲۱۰ز ځوانانو لپاره د خیاطۍ، د موبایل ټېلېفونونو او برېښنايي نظام او الاتو د ترمیم په برخو کې د کسبي زده کړو پروګرام پیل شوی دی.
په ګردېز کې د پلاستيکي کرېټونو کارخانه څنګه کار کوي؟
د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو بهرمیشتي افغان پانګوال په خپل شخصي لګښت د مور او ماشوم ۲۲ بستریز روغتون جوړ کړی، چې د سېپټېمبر په ۱۰مه پرانیستل شو.
د خوست د ټنیو ولسوالي د حصارک د لیرې پرتې سیمې اوسېدونکي د سړکونو له خرابولي، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د کرکیلې لپاره د اوبو له کمښته شکایت کوي. که څه هم په تڼیو کې په تېرو دوه لسیزو کې د بیارغونې د پام وړ کارونه شوي
دوی وايي د حیواني ناروغیو د مخنیوي لپاره دې ورسره مشورې او مرستې وشي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپوټ کې کتلای شئ
په خوست کې د زون په کچه د څلورو ولایتونو — پکتیا، پکتیکا، لوګر، او خوست — د فوټسال لوبډلو تر مینځ سیالۍ د لوګر ولایت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. یادې لوبې چې د یوې خصوصي راډیو په کوربهتوب جوړې شوې وې، دویم مقام په کې د پکتیکا لوبډلې ترلاسه کړ.
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د "امن کلتوري ماښام" په نوم په کلني فرهنګي پروګرام کې د دودیزو خوړو ترڅنګ بېلا بېل شیان نندارې ته وړاندې شول. ویډیو رپورټ.
د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځايي خلکو لخوا د غلنګ خوړ پر سر د پاخه پل د جوړولو کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی. ځايي خلک وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې یې په بیا بیا د غلنګ پل د اړتیا موضوع له مسوولینو سره شریکه کړې، خو د هغوی د نه پاملرنې له کبله اړ شول چې خپله لاس په کار شي.
په پکتیا کې نندارتون کې کوم شيان ايښودل شوي؟ په دې ويډيو کې یې وګورئ.
په خوست کې ورزشکاران او همدارنګه د سپورټي کلپونو او فدراسیونونو استازي وايي، دوی ته دې په هېواد کې د اساسي لوبغالو او په بهر کې د سپورټي سیالیو اسانتیاوې برابرې شي. دوی له خلکو هم غواړي :
د خوست په ترېزیو کې د ځايي ولسي مشرانو په مینځګړتوب د دوو کورنیو ترمینځ ۱۷ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. سوله کوونکو وویل چې د دښمنۍ پر مهال یې نه یوازې د کورنیو غړو ته مرګژوبله اوښتې، بلکې د ماشومانو د زده کړو په ګډون یې د ژوند نورې چارې هم زښتې اغېزمنې شوې وې. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د روغو جوړو په لړ کې دا ځل په موساخېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمينځ ۵۰ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو او قومي مخورو په مینځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه. دا دښمني د تره د زامنو ترمینځ د ځمکو او غرونو د وېش پر سر د لانجې له کبله پیل شوې وه. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ