پکتیا کې ۱۶۸ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي
د پکتیا ولایت د زرمتو ولسوالۍ په ۱۵۵ کلیو کې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پروژوي خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اېن او پي اېس) په مالي ملاتړ ۱۶۸ بشپړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په پروژو کې کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، پلونه او د اوبو حوضونه شامل دي. پر ټولو پروژو ۲۸۰ مېلیونه افغانۍ لګېدلې دي. ځايي خلک د پروژو پر پلي کېدو خوښي څرګندوي، خو وايي سیمه یې په تېرو وختونو کې د جګړو له کبله له هر ډول پرمختګونو وروسته پاتې شوې چې هره برخه کې ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.