خوستوالو د افغان فوټسال لوبډلې د اسیايي جام ګټل لمانځلي
د نومبر پر پينځمه د خوست اوسېدونکو د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلونو کم عمر لرونکو لوبغاړيو اتلولي ولمانځله. افغان لوبغاړو د فوټسال په اسیايي سیالیو کې د ازبکستان، بحرین، چین او تایلینډ تر لوبډلو وروسته د اکتوبر پر ۳۰مه د ایران لوبډلې ته هم ماتې ورکړه چې ورسره يې د سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.