د خوست د ورزې خلک پوخ سړک غواړي
د خوست د ورزې سیمې اوسیدونکي د یادې سیمې د سړک د اساسي جوړولو غوښتنه کوي. دوی وايي، په یاده لاره د دې ولایت ګڼو سیمو ته خلک تګ او راتګ کوي خو د دوی د پرلپسې غوښتنو سره، سره هم د ورزې لارې جوړولو ته پام نه دی شوی. بل لوري ته ځايي مسوولین وايي، چې د ورزې لارې تخنیکي سروې او ډیزاین ترسره شوي او دوی د بودیجې منظورۍ ته په تمه دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې