منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
په داسې حال کې چې د روسيې ځواکونه د اوکراين سرښار کییف محاصره ټینګوي، یوې څارګرې کیمرې د خلکو د استوګنې پر یوه ګڼ پوړیزې ودانۍ د توغندي لګېدل رېکارډ کړي دي. روسې د فبرورۍ په ۲۴ مه په یوکرېن یرغل کړی او دا ویډیو د فبرورۍ پر ۲۶ مه رېکارډ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته هلته پر څلورمه ورځ جګړه روانه ده. د اوکراینۍ پلازمېنې کییف اوسېدونکي وايي، د فبرورۍ له ۲۷مې نېټې له پیلېدو سره سم په ښار کې یوه درنه او نورې وړې چاودنې شوې دي.
د شام په دیر الزور سیمه کې امریکايی ځواکونه د شام له جمهوري ځواک سره ګډ پوځي مشقونه کوي. دا ځواک چې زیاتره یې کردان دي، د شام د ولسمشر بشارالاسد پر ضد جګړه کوي خو دا مهال یې تر ټولو لوی هدف له سیمې د داعش وسله والو ختمول دي.
که څه هم په عربي هېوادونو کې زیاتره وخت د اسونو او اوښانو سیالۍ کېږي خو د متحده عربي اماراتو په ځینو کلیوالو سیمو کې اوس هم خلک د غوایانو د جنګ روایتي او تاریخي سیالۍ خوښوي، خو د غوایانو د جنګ دا سیالۍ د سپېن او مېکسیکو له سیالیو توپير لري.
په دا وروستیو کې د هند د کرناټک ریاست په تعلیمي ادارو کې پر حجاب د بندېز خلاف مسلمانانو احتجاجونه پیل کړي. حکومت مخالفو ګوندونو هم د حکومت پر دې اقدام نیوکې کړې خو حکومت وايي ټولنیزې تګلارې یې د ولس په ګټه دي. دا چې پر حجاب بندېز ته د عربي هېوادونو خلک څنګه ګوري؟ تفصیل په ویډیويي راپور کې
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فبرورۍ ۱۴مه د مينانو د ورځې په توګه ولمانځل شوه، خو په ځينو هېوادونو کې خلکو ته د دې ورځې د لمانځلو موقع یا اجازه نه وه. بلخوا په ځینو هېوادونو کې خلکو حيوانان هم د مینانو د ورځې په خوشحالیو کې شریک کړل او هغوی ته یې ښه خواړه، ګلونه او ډالۍ ورکړې.
د فبرورۍ ۱۴ مه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په کابل کې هم د وېلنټاینز ډې یا د میینانو د ورځې په توګه لمانځل کېده، خو سږکال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په کابل کې په دې ورځ د پام وړ هلې ځلې تر سترګو نه شوې. ځینې خلک د میینانو ورځې په نه لمانځلو خوشحاله دي خو ځینې بیا تېر وختونه يادوي.
د افغانستان د فاریاب ولایت د میمنې ښاروال داملا محب الله موافق وايي، غوښتل یې چې ډاکتر شي او د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي خو په وینا یې، په ۲۰۱۶ز کال کې حالاتو د جګړې ډګر ته په تګ مجبور کړ. ۲۵ کلن موافق وايي،
په مصر کې د "زار" په نامه یوه تاریخي او دودیزه موسیقي کېږي او سندرغاړي یې وايي چې په دې کې له پېریانو سره خبرې کوي او ورڅخه له کورونو د وتلو غوښتنه کوي. هغه سندرغاړي وايي، اوس دا دود د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی او په کار ده دوام ومومي او ژوندی اوسي. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د رسنیو د څار لپاره د روس سرکاري ادارې "روسکومنادزور" له ازادې اروپا ازادي راډیو غوښتنه کړې چې د خپلو دوو تر ټولو لویو څانګو ازادي راډیو او کرنټ ټایم نه د روس د حکومت مخالفه سیاستوال الیکسي نوالني د پلټنو په هکله معلومات لرې کړي.
په افغانستان کې د ګرمو سیمو دولتي پوهنتونونه د فبرورۍ پر دویمه د نجونو پرمخ بیا خلاص شول. د ننګرهار پوهنتون زده کوونکي وايي، اوس نجونه په بېل وخت کې او هلکان جلا زده کړې کوي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په زیاتره ولایتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو
ترکيه د شام په شمال خیځ کې په عفرین سیمه کې يوه وسله واله ډله روزي چې د شام جمهوري ځواک (ایس ډي ایف) پر ضد ده. د ایس ډي ايف ډيری غړي کردان دي او د کردانو يوې بلې ډلې، پي کی کی سره ښې اړيکې لري چې د ترکيې لخوا ترهګره ګرځولې شوې. د دې ډلې د روزنې په اړه نور حال د منورشاه په دې ويډيو راپور کې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خپلو وسله والو ته د پوځي روزنې په ورکولو یو منظم پوځ جوړ کړي. دوی د امریکا ملاتړ لرونکي پخواني افغان حکومت له ځواکونو جدید پوځي ګاډي، وسله او نور دفاعي سامانونه ترلاسه کړي دي. یو امریکايي شنونکی وايي چې د جدید جنګي سامان استعمال به د طالبانو لپاره ستونزه نه
په ترکي کې هر کال د اوښانو د کبډي تاریخي میله کېږي، چې پکې خلک سینګار کړي اوښان د سیالیو لپاره راولي او دوه، دوه اوښان په پرځولو ورځي. د اوښانو په کبډي کې د ګټې یا بېلات هم ځانګړی حساب کتاب دی چې پکې که یو اوښ د خپل مخالف زین زمکې ته ولګوي، یا ترې چغې اوباسي، او یا یې په تېښته مجبور کړي نو بریالی ګڼ
د بلغاریا په غرییزه سیمه کې مېشت مسلمانان یو ځانګړی دود لري چې ناوې د واده په ورځ تر نکاح پورې سترګې بندې ساتي. دوی اکثر ودونه په ژمي کې کوي او پکې مېلمنو ته د ناوې ټول سامانونه هم ښوول کېږي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د هندو مذهب ځينې منونکي پښې ابلې په سور انګار ګرځي او په ګرمو کړو تېلو کې لاس وهي. دوی دا کار د هندوانو په مذهب کې په ځان د قابو ساتلو لپاره د ځانګړې دېوي اییپا سوامي د لمانځلو لپاره په کلني رسوماتو کې کوي. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ کړی د منور شاه راپور وګورئ.
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له نړیوالو د پنځه اربه ډالرو غوښتنه کړې ده. د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو لخوا د افغانستان واک ترلاسه کولو وروسته ملګرو ملتونو وخت په وخت ویلي چې دغه هېواد د بشري ناورین اړخ ته روان دی.
د انساني حقونو فعالان وايي، په دې هېواد کې په زور د خلکو ورکول یوه لویه مسله ده چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې ډېره زیاته شوې ده.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي
نور وښیئ