منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د فرانس په ساحلي سیمه کې داوان انور محمود نومې د عراق دغه کردی کډوال وايي، پېسې ورسره ختمې شوي او غواړي چې د دې عارضي ریسټورانټ په ذریعه د لارې لګښت برابر کړي. نوموړی د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ یورو ګټي او دوه نور کډوال یې هم ځان سره په کار لګولي دي.
د الیکشن کمېشن مرکزي ویاند هارون شینواري د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې درې بېلا بېلې کمېټۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د برقي مشینونو د استعمال هر اړخیز جاج اخلي.
د فرانس په ساحل د افغانستان ګډون د یو شمېر هېوادونو سلګونه کډوال د شنه اسمان لاندې په سخته یخنۍ کې په دې انتظار شپې سبا کوي چې د (انګلش چېنل) له لارې به برتانیا ته ورسېږي.
څنګه چې د پښتنو په بېلا بېلو سیمو کې د باران غوښتو لپاره بېلا بېل دودونه شته، هم دغسې د شام په کُرد مېشته قامیشلي ښار کې ماشومان د باران ناوې
د ملګرو ملتوتونو د خوراک او کروندې څانګه (اېف اې او) وايي شاوخوا۷۰ فیصده افغانان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او په کلیو کې بیا د ۸۰ فیصده خلکو ژوند له کروندې سره تړلی دی.
د سعودی عرب ملاتړ لرونکي یمني حکومت ځواکونه ادعا کوي چې په یوه ورځ کې یې د ۱۳۰ حوثي یاغیانو وژلي او ۱۶ پوځي ګاډي یې ورله تباه کړي دي. خو حوثي یاغیانو په دې اړه تر دا دمه څه نه دي ویلي. په یمن کې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې پیل شوې جګړه کې تر اوسه په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو بې کوره شوي دي.
د لیتوانیا د سرحدي ځواک ویاند ویلي چې د بېلاروسي ځواکونو لخوا د تیزو لایټونو له وجې یې عسکر ته نه ښکارېده چې سپی یې کډوال چیچي. د لیتوانیا ویاند زیاته کړې چې عسکر یې د دې کار اجازه نه لري، نه یې دا کار قصداً کړی دی. دا کډوال له بېلاروس څخه لیتوانیا ته وراوښتي وو.
عمران خان او انتخاباتي کمېشن په بیا بیا دا تور رد کړی. حکومت دريځ لري چې اپوزیشن ګوندونه د احتجاجونو له لارې خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ کول غواړي. انتخاباتي کمېشن وايي، د ۲۰۱۸ز کال کې انتخابات پاک او منصفانه ول.
په داسې کې چې د روان په کال اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی او ویلي یې دي چې د نشيي موادو پر ضد به مبارزه کوي، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د بنګو کروندګر وايي سږکال یې ښه فصلونه شوي دي.
''یو اړخ ته پاکستان له نړۍ غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني خو بل اړخ ته وخت په وخت له افغانستان سره لارې بندوي او افغان کډوال نه پرېږدي چې پاکستان ته راشي.''
د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ادعا کوي چې په یو شواروز کې یې د یمن مارب ښار سره نېږدې ۱۴۵ حوثي یاغیان وژلي دي. که څه هم د دې ادعا خپلواکه تصدیق نه دی شوی خو حوثي یاغیان ویلي چې د یاد ښار څنډو ته نېږدې شوي دي.
د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر په پونچ سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي. پولیس وايي، د نومبر پر درېیمه د پېښې ښکار ګاډی له کشمیره راولپنډۍ ښار ته په لاره وو. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ. ویډیو: رویټرز ایډیټ او رپورټ: منورشاه
د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت د سرای نورنګ اوسېدونکی لکي مروت د ملېشه ځواک پخوانی سرتېری دی. دی وايي، په ځواک کې د دندې ترسره کولو پر وخت یې هم ۱۲،۰۰۰ ونې کښېنولې وې. منیر خان په ۲۰۲۰ز کال کې له دندې تر تقاعدېدو یا ریټایر کېدو راهیسې ۲۰،۰۰۰ ونې او بوټي نهال کړې دي او وايي، د اقلیمي بدلون
په پاکستان کې د خوراکي توکو او برېښنا ترڅنګ د تیلو بیعو زياتېدو پرضد که یوې خوا ته حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه احتجاجونه کوي نو بلخوا عام ولس د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو احساساتو څرګندونه کوي۔ د مشال راډیو خبريال منورشاہ له دا ډول ويډيوګانو جوړ راپور وړاندې کوي.
د تاجکستان د شمال غربي برخې په یغناب دره کې د خلکو ژوند خورا ساده او اسان دی. دوی زیاتره په مالدارۍ او کروندګرۍ ژوند تېروي او پکې خوشاله دي. البته د سیمې اوسېدونکي بنیادي سهولتونو محروم دي او د کورونا وایرس جهاني وبا پرمهال د سېلانیانو په ورتګ بندیز هم ورته مالي تاوان رسولی دی. په دې هکله د مشال
د هند په جنوب کې د سختو بارانونو له وجې سېلاوونه راغلي. په کېرالا ایالت کې د اکتوبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼې ودانې ړنګې او زیانمنې شوې دي. د قدرتي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، په ایالت کې د شوي زیان جاج اخلي او له ځپل شویو سره مرستې کوي. د رویټرز
په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه میاشتې پوره کېږي، که یوې خوا ته له پنځم ټولګي پورته د نجونو زده کړو په هکله طالبانو لا هم خپله تګلاره نه ده اعلان کړې نو بلې خوا ته ښځینه ښوونکې د تنخاګانو د نشتوالي ګله کوي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د پاسپورټ دفتر بېرته خلاصېدو وروسته ګڼ خلک ور روان دي. په کابل کې د پاسپورټ د دفتر مخې ته د ګډوډۍ مخنیوي لپاره طالبان خلک په زور په قطارونو کې د ودرولو هڅه کوي.
دا کوهي چې ۳۰ ګزه ارتوالی او ۱۱۲ ګزه ژوروالی لري، په اړه یې ځینې خلک وايي چې دا د پېریانو بنديخانه ده. ځینې بیا وايي، دا د دوزخ دروازه ده او چې څوک ورته نېږدې شي نو ځان ته یې راکاږي. خو دې ته د کوهیانو او غارونو ماهرین ورکوز شوي دي، په دې رپوټ کې یې وګورئ چې په دې کوهي کې هغوی څه ولیدل؟
د سېپټېمبر پر ۳۰مه طالبانو په کابل کې د یو شمېر ښځینه فعالانو هغه احتجاجي مظاهره په زور ختمه کړه چې د ښځو د زده کړو حق غوښتنه یې کوله. طالبانو خبریالان هم د دغې مظاهرې له ویډیو جوړولو منعې کړل او وروسته یې د مظاهرې خورولو لپاره ډزې هم وکړې. نور په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ