د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د تیلو او بجلۍ نرخونو کې کمی او مياشتنۍ وظيفو کې زياتوالی اعلان کړ


عمران خان ولس ته په ټېلیوژني وینا کې وویل چې د پېټرولو او ډیزلو په بيعو کې د یو لیټر پر سر ۱۰ روپۍ او د بجلۍ د یو یونټ پر سر پينځه روپۍ کموي. انځور له ارشيفه
عمران خان ولس ته په ټېلیوژني وینا کې وویل چې د پېټرولو او ډیزلو په بيعو کې د یو لیټر پر سر ۱۰ روپۍ او د بجلۍ د یو یونټ پر سر پينځه روپۍ کموي. انځور له ارشيفه

د پاکستان وزیراعظم په هېواد کې د تیلو او بجلۍ نرخونه کم کړي دي. تېره شپه (فبرورۍ ۲۸مه) ولس ته په ټېلیوژني وینا کې عمران خان وویل، د پېټرولو او ډیزلو په بيعو کې د یو لیټر پر سر ۱۰ روپۍ او د بجلۍ د یو یونټ پر سر پينځه روپۍ کموي.

نوموړي زياته کړه چې په دې نرخونو کې به تر راتلونکي بجټ يعني څلورو مياشتو پورې اضافه نه کېږي.

عمران خان پر دې مهال د روس او اوکراين شخړې ته په اشاره وویل چې کله جنګ کېږي نو د تیلو نرخونه زیاتیږي خو د هغه په وينا "په پاکستان کې د خلکو تر ټولو لویه ستونزه د تیلو نرخونه دي او که په دې کې اضافه وشي نو پر خلکو به بار نور زیات شي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د تیلو د یو لیټر نرخ څه د پاسه ۱۲ روپۍ او د فبرورۍ پر ۱۳مه بيا د بجلۍ په یو یونټ نرخ کې د درې روپيو اضافه وشوه.

عمران خان د بېګانۍ وینا پر مهال تر "احساس پروګرام" لاندې له غریبو کورنیو سره میاشتنۍ مالي مرستې له ۱۲،۰۰۰ څخه ۱۴،۰۰۰ روپيو ته زیاتې کړې او د ۱۴م پاس يا د لسانس سند لرونکو بېروزګاره هلکانو او نجونو لپاره یې د مياشتې پر سر د ۳۰،۰۰۰ روپيو اعلان وکړ. نوموړي په وينا کې د خپل حکومت لخوا ولس ته د ورکړل شویو یو شمېر نورو سهولتونو یادونه هم وکړه.

وزيراعظم دا مراعات په داسې حال کې اعلان کړي چې حکومت مخالفه ګوندونه د هغه د استعفا غوښتنه کوي او د نوموړي پر ضد يې لاريونونه او احتجاجونه روان کړي دي.

عمران خان پر دې مهال د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو په قانون (پرېوېنشن اف الېکټرانک کرایمز ایکټ یا پېکا) کې د بدلون دفاع وکړه او وې ویل چې د دې په ترڅ کې به پر ټولنیزو رسنیو د دروغو خبرونو خپرولو او د خلکو د سپکاوي مخنیوی وشي.

بلخوا خبریالان، مدني فعالان او حکومت مخالفه ګوندونه په دې قانون کې د بدلون مخالفت کوي او دا د حکومت مخالفو غږونو غلي کولو هڅه بولي.

  • انځور سایز

    شاهنواز ترکزی

    شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي. 

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG