منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د امریکې په نیویارک ریاست کې د واورو د توپان له وجې لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوې دي. د نیویارک چارواکو د دسمبر پر ۲۶مه وویل چې د توپان له وجې زیاتره مرګ ژوبله د دې ریاست په غربي سیمو کې اوښتې. د نیویارک ریاست په متاثره سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نارينه محرم بغیر ښځې له کوره له وتلو منع کړي دي. ورته اقدام په يمن کې حوثيیانو کړی دی.
پاکستان، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) د ډېسېمبر په ۲۱مه په افغانستان کې د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د اسلامي احکاماتو سره سم دې جینکو ته د زدکړو حق ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سږني اوړي زلزله ځپلو لپاره ۵۰۰ کورونه جوړ کړي دي. په دې ترڅ کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه یوه غونډه وشوه. په جون کې په افغانستان کې زلزلې په پکتیکا او خوست کې لوی زیان اړولی وو. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورت.
د امریکا یو لوړپوړي حکومتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۰مه رسنیو ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي دي چې ټاکل شوې بایډن د اوکراین لپاره د ۱.۸ اربه ډالرو هغه پوځي مرستې اعلان کړي چې وار له مخه منظورې شوې دي
دا په داسې حال کې ده چې بیګا په بنو کې د ترهګرۍ ضد د پوليسو (سي ټي ډي) او امنیتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې پرون ناوخته د ترهګرۍ ضد ادارې په مرکز کې يو بندي وسله وال له ساتونکي پوليس ټوپک په زور واخیست او نور سرتيري یې یرغمال کړل.
پر اوکراین په فبرورۍ کې د روسیې یرغل د امنیت په اړه د اروپايي هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي. اوکراین د ناټو غړی هېواد نه دی خو د هغه هېواد په ګاونډ کې د ناټو پوځي اېتلاف غړي هېوادونه پراته دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
سږ کال د قطر ملي ورځ د فوټبال نړیوال جام له پایلوبې سره پر یوه ورځ یعنې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي. د قطر حکومت د ملي ورځې لمانځنې لپاره تیارۍ کړې دي. مېلې ته به هغه بهرنیان هم ورځي چې قطر ته د فوټبال نړیوال جام سیالیو لیدلو ته ورغلي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د روسیې سایبېریا د نړۍ له تر ټولو سړو سیمو یوه ده چې پکې په ډېسېمبر کې د تودوخې کچ اوسطاً منفي ۲۰ درجې سینټیګرېډه ته ټېټېږي. په ژمي کې د سایبېریا په اومسک ښار کې سیند کنګلېږي او خلک ورباندې پاس ګرځي. له دې پرته خلک د سیند یخ ماتوي او بیا پکې لامبو وهي.ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د پلازمېنې کابل په شهر نو کې پر هغه مېلمستون برید شوی دی چې اکثر پکې چینايي کاروباریان پاتې کېږي. د طالبانو حکومت د ډېسېمبر ۱۲مې پېښه تایید کړې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ښکاري چې تر برید لاندې د هوټل په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
د چمن او سپین بولدک له دروازې سره نېږدې د پاکستان او د افغان طالب ځواکونو ترمینځ په نښته کې دواړو لوریو ته د وژل شویو شمېر نهه ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه په نښته کې هغې خوا ته اته کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل دي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي
په افغانستان کې له څه باندې يو کال راهیسې د نجونو تر شپږم ټولګي ښوونځي تړل شوي خو د هغه هېواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د ډېسېمبر پر څلورمه يوشمېر نجونو له ۱۲م ټولګي څخه د فراغت په ازموينه کې برخه واخیسته. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په هند کې یو ۳۰ کلن ځوان په غیر مستنده ډاکترانو د ویښتو لګولو له وجې مړ شوی دی. په هغه هېواد کې په وروستیو کلونو کې زیاتره ځوانانو د ویښتو لګولو یا کرلو ته مخه کړې ده. هلته د هند د ویښتو لګولو جراحانو ټولنه وايي، په هغه هېواد کې زیاتره مرکزونه غیر معیاري دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان او پاکستان د ځینو سیمو په څېر د عراق له موصل ښار سره نېزدې "حمام العلیل" سیمه کې هم ګرمې چینې شته چې پکې لامبل خلک د رنځونو لپاره شفا بولي. له همدې کبله هغې ټولې سیمې ته د حمام العلیل (د ناروغانو د لامبلو ځای) نوم .ورکړل شوی دی. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور وګورئ
په کابل کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون شوی چې د ليدو لپاره يې نه یوازې ګڼې مېرمنې ورغلي بلکې خپلې هټۍ يې هم لګولې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر ښځو یوشمېر بنديزونه لګولي خو په دې نندارتون کې د ښځو ګډون هيله ورکوونکی ګڼل کېږي. ویډیويي رپورټ.
ترکيه په شام کې د کرد ځواکونو پر ضد جګړې لپاره شامي جنګیالي روزي او غواړي چې په ترکيه کې د کرد وسلوالو د بریدونو د مخنیوي لپاره په شام کې تر ۳۰ کلومیټره دننه یوه "خوندي سيمه" رامينځ ته کړي خو د " شام جمهوري ځواک " چې د کردانو پوځ ګڼل کېږي، په شام کې د ترکيې د کاروايي پرضد جنګېږي.
محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
شوکت یوسفزي دا هم وویل چې د ده د معلوماتو له مخې، د دې کان کېندونکيو تښتونکي د سکرو د کانونو له کمپنیو قلنګ غواړي.
د هند په تامل ناډو ایالت کې د لسګونه معذورانو ډله ییز ودونه شوي دي. د واده انتظام یوې خیریه ټولنې کړی وو. په هند کې له یوشمېر لسیزو راهیسې د بېوزله نجونو او هلکانو د اجتماعي ودونو سلسله پراخه شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د افغانستان او پاکستان په څېر په مصر کې هم کوچیان شته دي چې غواګانې ساتي او کله په یو ځای او کله په بل ځای کې ژوند تېروي. د دوی ژوند ساده ښکاري، خو اسانه نه دی او د تعلیم او روغتیا له حقونو او اسانتیاوو بې برخې دي. خو مصري کوچیان خپل دودیز ژوند پرېښودو ته تیار نه دي.
نور وښیئ