منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
اوکراین د توغندي ورولو تور پر روسیې پورې کړی خو مسکو دا خبره رد کړې چې ګواکې توغندي یې د پولینډ پر خاوره پرېوتي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه "د وضعیت د لا خرابولو لپاره په لوی لاس" د "پارونې" معنا لري.
په متحده عربي اماراتو کې د ښځو لپاره ځانګړې د اوښانو د ځغل شپږ میاشتنۍ سیالي پیل شوې ده چې پکې اته ښځې برخه اخلي او تر ۱۱۰۰ میټره به خپل اوښان ځغلوي. په دې هکله نور حال په دې رپورټ کې چې منورشاه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت افغان مېرمنې تفریحي پارکونو ته له ورتګه منع کړي دي. تر دې وړاندې طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو او سړیو د ورتګ لپاره بېلې ورځې ټاکلې وې. ياد وزارت د دې بنديز لامل ښځو ته د مناسب چاپېریال نه شتون یاد کړی دی.
د برازیل په امازون سیند کې شاوخوا ۲۰ کاله مخکې د پیراروکو په نوم د یوه ماهي نسل په ختمېدو وو خو حکومت د نړیوالو ادارو او ځايي خلکو په همکارۍ د هغه کب پر ښکار بندیز ولګاوه. اوس حکومت کب نیوونکو ته اجازه ورکړې چې په محدود شمېر کې دې ماهیان ونیسي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په مېکسيکو کې پوليسو د یهودانو د یوې سختدریځه فرقې "لېف طهور" يوشمېر غړي په یو حفاظتي مرکز کې اچول شوي دي. هغې فرقې ته د نجونو او ښځو په اړه د سختو محدودیتونو له کبله "یهودي طالبان" هم ویل کېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د جماعت اسلامي د سېنېټر مشتاق احمد خان تر نیوکو وروسته په هغه هېواد کې د نرښځیو د حقونو پر قانون تاوده بحثونه پیل شوي دي.
د افغانستان په هيلمند ولایت کې طالب چارواکو ۱۵ پخوانۍ ښځینه پولیس والا بېرته په دندو ګمارلي دي. تر ۲۰۲۰م کال د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د کورنیو چارو په وزارت کې خوا او شا ۴۰۰۰ ښځینه پولیسو کار کاوه. تفصیل د اسوشيېټېډ پریس اژانس په دې رپورټ کې
د جرمني په باوېریا ایالت کې هر کال په اوړي کې د یوشمېر کمپنیو یا شرکتونو کارکوونکي د خلکو غواګانې غرونو ته لېږدوي، تر سېپټېمبر پورې یې هلته څروي او په بدل کې یې له مالکانو پیسې اخلي. د مني د پیلېدو په ورځو کې د مالونو ستنولو پر وخت دودیزه مېله هم جوړېږي چې ورته ګڼ خلک ورځي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي ادارو لا د لټون عملیاتو رسمي اعلان نه دی کړی. د پاکستان حکومت په تېره مې مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلوم وخت لپاره اوربند وکړ.
د ارمنیا په دېلیجان ښار کې هر کال فرهنګي مېله کېږي چې پکې د هېواد د غرییزو سیمو د اوسېدونکو په لاس جوړ کړي شیان نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کېږي. هغه هنري شیان اکثر ښځې په کورونو کې جوړوي. په مېله کې ارمنیایان کلتوري نڅاګانې هم کوي. په اړه یې د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د مرستندویه، بحالۍ او بیارغونې چارو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د کمېټۍ مشر طفیل انجم وايي، وروستیو بارانونو او سېلابونو په خیبر پښتونخوا کې ۱،۳۳۵ سکولونه په مکمله یا جزوي توګه ړنګ کړي.
یوې خیریه ادارې د مدترانې یا روم په سمندرګي کې هغه سلګونه کډوال ژغورلي چې په ناقانونه ډول اروپا ته تګ غواړي. په کډوالو کې یې زیاتره د بنګلادېش او افریقايي هېوادونو وګړي دي خو پاکستانیان او افغانان هم پکې شامل دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د چین په شېنجیانګ (سېنکیانګ) ایالت کې مېشت یوغور (وېغور) شپانه هر کال د مني له پیلېدو سره له غرونو څخه خپل مالونه هوارو میداني سیمو ته ښکته کوي. دوی د پسونو (ګډو) او بزو ترڅنګ د غژګاو په نوم یو ډول غوایان هم ساتي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سوات په بحرین کې یوشمېر سېلاب ځپلو په منظم ډول د مرستندویه توکو د وېش له انتظار پرته شیان چور کړي دي. د سېلابونو له وجې د بحرین رابطه له نورو برخو سره پرې شوې خو هلته د حکومت ترڅنګ ناحکومتي ادارې هم له اغېزمنو سره مرستې کوي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په داسې حال کې چې په تېر یو کال کې په افغانستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې پر ښځو د محدودیتونو رپورټونه خپاره شوي، په متحده عربي اماراتو کې یوې ښځې د ګاډو مستريخانه پرانیستې ده. دا د ګاډو د مرمت لومړی ورکشاپ دی چې ښځه یې چلوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
زیارت ګل د ستمبر په اوله نېټه مشال رېډیو سره خبرو کې وویل چې دا پېښه د اګست په ۲۷ مه د لاهور ښار په مضافاتو (څنډو) کې د لامبلو د یو ډنډ یا سویمنګ پول په خوا کې هغه مهال شوې چې ماریه د خپل یو ماشوم ورور او خور سره د لامبلو لپاره ورغلې وه.
د شام کردي ځواکونه وايي چې د کډوالو الهول نومې کېمپ د داعش په ځاله بدل شوی دی. دوی وايي چې داعش وسله والو په کیمپ کې خبل یوشمېر مخالفین وژلي دي. کردي ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د داعش دیو شمېر مشکوکو پلویانو د نیولو ادعا کړې ده.
د اګست په ۳۰ مه د جبري لادرکیو ښکار شویو خلکو په هکله نړیواله ورځ په پاکستان کې هم ولماځل شوه. په دې لړ کې د لادرکو کسانو کورنیو، د بشري حقونو فعالانو او ځینو سیاستوالانو په اسلام اباد کې یوه ورځنۍ احتجاجي ناسته وکړه چې پکې یې د لادرکو کسانو د موندلو او عدالت ته وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې د اګست تر ۲۸ مې د ګوزڼ ۱۵ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۴ یې یوازې په شمالي وزیرستان او یوه په لکي مروت کې مخې ته راغلې ده.
په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په هېواد کې په ورښتونو او سېلاوونو کې لږترلږه ۸۳۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱،۳۵۰ ژوبل شوي دي. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نور وښیئ