د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات او اورکزی کې د "عزم استحکام" عملیاتو ضد غونډې شوې دي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشران د جون پر ۲۸مه په سوات پریس کلب کې غونډې ته وینا کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځایي مشران د جون پر ۲۸مه په سوات پریس کلب کې غونډې ته وینا کوي.

د خیبر پښتونخوا په سوات او اورکزو کې سیاسي ګوندونو او قبایلي مشرانو د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد علي خان د جون په ۲۸مه په سوات پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د هغوی پارټۍ په پښتونخوا کې هېڅ قسم فوځي عملیات نه مني.

محمد علي وویل چې په مخکې وختونو کې پوځي عملیاتو خلکو ته زیان رسولی دی او د ګوند واضحه پاليسي ده چې د فوځي عملیاتو په ضد به د مخالفت کونکو ټولو ګوندونو ملاتړ کوي او په احتجاج کې به ورسره برخه اخلي.

نوموړي وویل: "موږ دا ګڼو چې موجوده عملیات په پښتونخوا کې د شعور راپورته کېدو او د خلکو د ستونزو په اړه د پوهاوي د مخنیوي لپاره دي."

په اورکزو کې احتجاجونه

په اورکزو کې هم د جون پر ۲۸مه د اورکزو حقونو غورځنګ د "عزم استحکام" پوځي عملیاتو ضد احتجاجي جرګې کړې دي.

غورځنګ په ډبوري، فیروز خېل، کلايه او نورو سیمو کې جوړو شویو احتجاجي جرګو کې قبایلي مشرانو پوځي عملیاتو د بیا پيلولو د اعلان غندنه وکړه او ویې ویل چې دوی بیا بې کوره کېدل نه غواړي.

په ډبوري کې احتجاج ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو مخکښ نجیب اورکزي وویل چې اوس په خلکو کې سیاسي شعور راغلی دی او دوی په خپله سیمه کې جنګ نه بلکې امن غواړي.

تر دې وړاندې عوامي نیشنل ګوند، تحریک انصاف، جمعیت علمای اسلام (ف)، جماعت اسلامي او نورو ګوندونو د هغو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی.

د جون پر ۲۳مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سیاسي ګوندونه دې د "عزم استحکام" عملياتو په اړه ځکه اندېښنه نه کوي چې دا د پخوانيو هغو په څېر نه دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې د عملياتو پر مهال به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان، کې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې، جرګې، جلسې او احتجاجي ناستې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

خو په هغه هېواد کې بېلابېلو ګوندونو او پوهانو په بیا بیا انتقاد کړی دی چې د ترهګرۍ ضد تګلاره په بشپړ او سم ډول نه ده عملي شوې چې له وجې یې ناامني زیاته شوې ده.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

XS
SM
MD
LG