مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
امریکا او ملګرو ملتونو د سېپټېمبر پر ۲۹مه د روسیې د غونډې پلان غندلی دی. امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هېواد به یې کله هم پر اوکراینۍ خاوره د روسیې قبضه په رسمیت و نه پېژني.
د تايوان په سوهېل ختيزو برخو کې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه راغلې زلزلې يو کس وژلی او ۱۴۶ نور يې ژوبل کړي دي. د رېختر پر کچ د ۶.۸ شدت دې زلزلې يوشمېر سړکونه او ريل ګاډو پټلۍ ويجاړې کړې او سکولونو، دوکانونو او کورونو ته يې هم زیانونه اړولي دي.
ساحل ویلي دي چې معلومات یې د ۲۰۲۲ز کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د پاکستان په ۸۱ لویو او وړو ورځپاڼو او رسنیو کې له خپرو شویو خبرونو ټول کړي دي.
ډاکټران ټینګار کوي چې په هغې ناروغۍ د اخته څاروي د غوښې خوړلو یا شیدو استعمالولو له کبله انسانان نه ناروغه کېږي.
په سوات کې یوه خبریال فضل خالق مشال راډیو ته وویل چې د امن کمېټۍ او لښکر مشر محمد ادریس خان په خپل شخصي کار پسې د کبل تحصیل کوټکۍ سیمې ته تللی وو او چې کور ته ستنېده نو ګاډی یې پر لار د رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.
لرغونپوهان وايي چې هلته ځينې راوتلي تاريخي شيان، ودانۍ او مجسمې له ۳۰۰۰ کلونو هم زاړه دي. اوس چې بارانونو ډيرې سیمې ځپلې دي، د هغو تاريخي ځايونو د خرابېدو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.
په جنوبي وزیرستان کې د خير ښګېړې يوه غير حکومتي اداره واوا (واڼه وېلفير اېسوسي اېشن) وايی چې په واڼه او شاوخوا سيمو کې د اوبو د کمښت له امله شاوخوا ۴۵ فيصده باغونه او نږدې ۱۸
پي ډي اېم او د پاکستان اېتلافي حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په غبرګون رسمي دریځ نه دی ورکړی خو تر دې مخکې یې په بیا بیا د هغه تورونه بې بنسټه بللي دي او وايي چې هغه د هېواد د بې ثباته کولو هڅې کوي.
د پولیسو مشر محمد اعجاز د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو یوه ډله د سفېد سنګ کلي د عیساخېلو حجرې ته د درو تښتول شویو کسانو د خوشې کولو او د برمته ګرو د نیولو لپاره ورغلې وه چې ورباندې د کلي خلکو کاڼي وورول او ډزې یې وکړې.
موږ د کمېټۍ په غونډه کې په کوټه کې د احتجاجي پرلت له منتظمې سمي [دین] بلوڅې او د کمېټۍ له مشر او د قانون او انصاف له وزیر اعظم نذیر تارړ سره خبره وکړې. بله دا چې په څو ورځو کې به د څلورو [یا] پینځور وفاقي وزیرانو یو پلاوی د کوټې پرلت ته ورځي.
د روان ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو د هغه هېواد ښځو ته امر کړی وو چې له کوره بهر به مخونه پټوي. د کابل دوکانداران وايي چې هغه امر وروسته د چادريو او برقعو په پلور کې زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو او سیلاوونو تر ۱۱۰۰ زيات کسان وژلي او ميلينونه يې اغېزمن کړي دي. د سېلاوونو په نتيجه کې يوشمېر بېکوره شوي خلک په موقتي سرپناوو کې ژوند تېروي. .
د هند په کيراله ايالت کې هر کال د اونم په نامه مېله کيږي. په دغه مېله کې د زیړو او نارنجي ګلونو استعمال ډېر وي، نو ځکه تر مېلې څو میاشتې مخکې حکومت کرونده ګرو ته په رعايتي نرخونو سرې او د ګلونو تخمونه ورکوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف امر کړی دی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره دې ټولې اړونده ادارې ټول وسایل په کار واچوي.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې د سږکال د پشکال بارانونو تر اوسه ۲۴۳ کسان وژلي او ۳۰۷ یې نور ټپي کړي دي.
بریدونه یوازې پر یاد ګوند نه بلکې پر نورو ګوندونو او ډلو هم شوي او کېږي خو په هغوی کې زیاتره هغه ګوندونه دي چې د طالبانو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو مخالف دریځ لري او په څرګنده یې مخالف کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې ويلي چې سږ کال نهه ميلیونه خلک په افریقايي هېوادونو ایتوپیا، کینیا او صومالیا کې د خوړو له سختې کمۍ سره مخامخ شوي دي. دغه اداره وايي چې اقليمي بدلون د نورې نړۍ په شان افریقا هم اغېزمنه کړې او هلته څه باندې ۲۰ ميليونه نور خلک بيا د خوړو د کمښت پر لور روان دي.
د هغې ادارې مشر شریف حسین د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې له پرلتوالو سره تر خبرو وروسته په بیان کې ویلي ول چې حکومت د ۹۳ کلیو هغه کډوال خپلو کلیو ته ستنول غوښتل خو هغوی ورسره تر ټاکلې نېټې پورې رابطه و نه کړه نو ځکه یې ورته مالي مرستې درولې دي.
د باجوړ، مومندو، جنوبي وزیرستان او خيبر قبايلي ضلعو د کاروباري اتحادیو مشرانو د جولای په ۳۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له افغانستان سره د پولې پر وړو او لویو لارو به هر کال د اربونو روپیو تجارت کيدو چې ورسره د هغه وخت د قبایلي سیمو د لکونو خلکو روزګار هم تړلی وو.
د پاکستان له خوا دا پلاوی د جولای پر ۳۰مه نېټه کابل ته تللی وو او د جولای پر ۳۱مه نېټه يې د تحريک طالبان له مشرانو سره په درې پړاوونو کې خبرې اترې وکړې.
نور وښیئ