مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
شریف وویل، د سیند او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې سېلابي اوبه ولاړې دي او د وسې او پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو تر ۳۰ مېلیونه زیات خلک اغېزمن کړل، تر اته مېلیونه زیات کسان بې کوره شول او شاوخوا ۸،۰۰۰ کېلومیټره سړکونه یې ړنګ کړل.
د جنورۍ پر اوومه، له مشال راډيو سره په خبرو کې د ډېره اسماعيل خان د دوتاڼي ټاون غلام حسین دوتاڼي وویل چې د هغوی په سیمه کې تر ۱۰۰ زیات کورونو ته مکمل او جزوي زیانونه اوړېدلي ول خو تر اوسه ورسره حکومت هېڅ مرستې نه دي کړي.
احسان داوړ د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت د ډېسېمبر پر ۱۷مه له رجسټر کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۲ کروړه روپۍ منظورې کړې دي چې په راتلونکو ورځو کې به یې ووېشي.
د شفافیت نړیوالې ادارې (ټرانسپیرنسي انټرنیشنل) په خپل کلني رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې خلک فکر کوي چې تر ټولو زیاته درغلي د پولیسو، بیا پسې په سرکاري ادارو او په درېیم نمبر په عدلیه کې کېږي. هغه نړیواله اداره هر کال په ډېسېمبر کې د اداري فساد په اړه کلنی رپورټ په هېوادونو کې د خلکو د نظر
د کان کیندونکو د اتحاديې يو مخکښ عابد يار د نومبر پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې هغه کسان په کان کې د اکسيجن د کموالي له امله مړه شوي دي. د نومبر پر ۲۷مه په شوې پېښه کې وژل شوي دواړه کسان د شانګلې اوسېدونکي دي.
د سزا شوي تن زیور شاه مدافع وکيل لیاقت علي له مشال راډيو سره په خبرو کې د خیبر قبايلي ضلعې د سیشن عدالت دا پریکړه ناسمه بللې ده.
سازمان پاکستان په هغو اتو هېوادونو کې یاد کړی چې پکې به تر ۲۰۵۰ز کال پورې د نړۍ د مجموعي اباۍ نيمايي نفوس ژوند کوي.
د صوبې د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو د کونسل مشر او د تحصیل مردان منتخب چيرمين حمایت الله مایار د نومبر پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د دې احتجاجي ناستې لپاره د بلدیاتي ادارو د منتخبو غړو مشاورتي غونډه يې د نومبر په ۱۴مه د پېښور د ضلعي د اسمبلۍ په ودانۍ کې بللې ده
په ۲۰۱۶م کال کې په هغه هيواد کې د انټرنیټي جرمونو قانون (سایبر کرایم ايکټ) له مخې په ان لاین توګه ځورونه ، یا چاته دړکې ورکول او یا د چا تصويرونه او ويډيوګانې د هغه کس له اجازته پرته خپرول جرم دی.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، لومړی دوی غوښتل چې د خپل ګوند مخکښ سیاستوال میا افتخار حسین د ګورنرۍ څوکۍ ته ونوموي خو "جمعیت په موږ جرګه وکړه. هغه جرګه موږ ومنله او د حاجي غلام علي په نوم متفق" شول.
د ملي جمهوري غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر محسن داوړ وايي چې د ريښتیا او پخلاينې کمېشن په جوړولو کې تر ټولو لوي خنډ "د پاکستان پوځ" دی.
د پاکستان د سپریم کورټ د قاضیانو شمېر په اړه د ۱۹۹۷ز کال قانون له مخې، په هغه عدالت کې د مشر قاضي په ګډون د ټولو قاضیانو شمېر باید ۱۷ وي چې اوسمهال د پینځو ججانو څوکۍ خالي دي.
د وزیر اعظم له دفتره په جاري شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د نورو پرېکړو تر څنګ د ترهګرۍ پر ضد د قامي ادارې نيکټا د بیا فعاليت پرېکړه د قامي امنيت د کميټۍ په هغه غونډه کې وشوه چې مشري يې وزیر اعظم شهباز شریف کوله او پکې د پوځي مشرانو تر څنګ د څلورو واړو صوبو حکومتي او امنيتي چارواکو هم ګډون وکړو.
په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ناامنيو پېښو ولسي غبرګونونه پارولي دي. د قبايلي ضلعو تر څنګ په سوات، دير او ملاکنډ کې د هدفي بریدونو، چاودنو او د ناامنۍ تر پېښو وروسته په ګڼ شمېر کې ولسي وګړيو لاریونونه کړې او پرلتونه يې وهلي دي.
په فېلېپین کې د ځناورو نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د اکتوبر پر څلورمه لمانځل کېږي، په کورونو کې د ساتل شویو سپیو ودونو غونډه شوې چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د ودونو او د سپیو د واده د کلیزې لمانځلو موخه په ټولنه کې د کورنیو ځناورو او څارویو د ژوند او ورته د پام په اړه پوهاوی پیدا کول دي.
په پاکستان کې وروستیو بارانونو د سړکونو تر څنګ د اورګاډو پټلۍ هم زیانمنې کړې دي او په وروستیو کې سیند کې د پټلیو بیارغونه پیل شوې ده. د اورګاډو له تمځایونو سره د یوشمېر کسانو روزګار هم تړلی دی چې د تګ راتګ بحالېدو ته سترګې پر لار دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د کورونو ړنګولو پر اقدام د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالی وزیرستان استازي محسن داوړ هم نيوکې کړې دي. نوموړي د اکتوبر پر دویمه نېټه مشال راډيو ته وویل چې دا موضوع به د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې یادوي.
نور وښیئ