مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي، د ملک او سیمې پر امنیت نظر لرونکي، څېړونکي او د سیاسي چارو یو شمېر شنونونکي شکایت کوي چې د دوی په وینا، په پاکستان کې د سخت دریځۍ مخینوي لپاره مناسب ګامونه نه پورته کېږي.
عمران خان د ډېسېمبر پر درېیمه پر ټويټر پانه ليکلي چې د پېښې د پلټنو پخپله څارنه کوي او ذمه وارو کسانو ته به له قانون سره سم سخته سزا ورکول کېږي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې راپارېدلي کسان پر سړک د پراته یوه وژل شوي تن مړی په ډنډو او چوکو وهي، اور ورکوي او ګېرچاپېره راټول کسان د "لبیک یا رسول الله" نعرې وهي.
د نومبر پر ۲۷مه د پاکستان وفاقي کابينې د دې مالي راکړې ورکړې (پېر پلور) منظوري ورکړه. د خزانې وزارت دا اقتصادي مرستې د سعودي لخوا د اسلامي ورورولۍ ژوندۍ بېلګه بللې خو اقتصادي پوهان وايي چې دا پیسې تر سختو شرطونو لاندې د زیات سود پور دی.
د نومبر پر دويمه د پيښور هاي کورټ په یوه مختصره پریکړه کې ويلي وو چې په غیر جماعتي بنیادونو بلدیاتي ټاکنې کول به غیر ايیني وي او په جماعتي بنیادنو يې د ټاکنو کولو حکم کړی وو .
په کورمه ضلعه کې د پاړه چنار د اکبر سرای اوسېدونکی ۵۶ کلن خير ګل د خپل بند شوي شناختي کارډ د خلاصولو لپاره د پاکستان هرې متعلقه ادارې ته ولاړ خو تر دا مهاله یې شناختي کارډ بند دی.
د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې له هغه وروسته پر ګوندي بنیادونو کوي چې د پيښور هاي کورټ د نومبر پر څلورمه پرېکړه وکړه چې بلدیاتي ټاکنې دې پر ګوندي بنیادونو وشي.
د افغان طالبانو په مینځګړتوب د خبرو اترو په اړه ويل شوي چې د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې به دننه کېږي
د نومبر پر درېیمه وزیراعظم عمران خان قوم ته په خپله وينا کې د دې مالي امداد یو وارې بیا یادګيرنه وکړه او له سعودي عربه یې مننه وکړه.
د اکتوبر پر ۲۸مه، په خپور شوي دغه راپور کې ویل شوي، دا مهال په اوو قبایلي ضلعو کې پاکستاني بانکونه یوازې ۸۱ څانګې لري چې د ټولې صوبې د مالیاتي ادارو پنځه فیصده جوړوي. راپور وايي، په قبایلي ضلعو کې د رسمي مالیاتي ادارو او بینکونو د کمبوت او نیشتوالي له وجې د خلکو روزګار او اقتصادي پرمختګ اغېزمن کېږي.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان ویاند خورشید خان د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د اکتوبر پر ۲۱مه د قبایلي ضلعې خیبر په جامعه جنیدیه غفوریه کې یوه غونډه وکړه.
د خيبر پښتونخوا د پوليسو د محکمې لخوا د اکتوبر په ۱۵مه په رسنیو کې په خپاره شوي اشتهار کې ويل شوي چې په دې يونټ کې د خيبر
د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.
د موسمیاتو ادارې سید مشتاق علي شاه زیاتوي چې د کراچۍ او ګوادر په ګډون یې د پاکستان ټولو ساحلي ښارونو ته د تېز باد او باران خبرداری ورکړی دی.
د سېپټېمبر پر ۲۸مه د صنعت او تجارت صوبايي وزیر عبد الکریم خان مشال راډیو ته وويل چې د دې لپاره څلور اربه روپۍ ځانګړې شوې دي.
اختر اپرېدی زیاتوي چې د خیبر سېلانۍ سیمې پېښور ته ډېرې نېږدې دي. د نوموړي په وینا، د تیرا هايدر کنډو، مدې تختکۍ، ساران سر (ټاپ) داسې ځایونه دي چې ډېر ښايسته او پرامنه دي.
نور وښیئ