د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د اکتوبر پر ۳۱مه په يو بیان کې د سعودي عرب د شهزاده محمد بن سلمان مننه وکړه چې د پاکستان په مرکزي بانک کې به په ۳،۲ فيصده سود درې اربه ډالره ږدي او پاکستان ته به د ۱،۵ اربه ډالرو تېل د اوږد مهاله پورونو په بنیاد ورکوي.
وزیراعظم عمران خان د نومبر پر درېیمه ولس ته په خپله وينا کې د دې مالي امداد یو وارې بیا یادونه او له سعودي عرب څخه یې مننه وکړه.
نوموړي وویل، "له موږ سره د هغو هیوادونو لپاره د پورونو قسطونو ورکولو پيسې نه وې چا چې پاکستان ته پورونه ورکړي دي او زه په خاصه توګه بیا یادونه کوم چې زموږ هيواد د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين ډېر منندوی دی چې په دې سخت وخت کې له موږ سره مرسته وکړه."
عمران خان وویل، د دې هیوادونو په دې مرسته پاکستان له دیوالیه کېدو پاته شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې سعودي عرب له پاکستان سره بغیر د څه دوه اړخیزه مذاکراتو او په رسمي توګه د په ډاګه شوو لوظنامو بغیر مالي امداد کوي.
په ۲۰۱۸ز کال کې د کرنټ اکاونټ خسارې پر مهال سعودي عرب له پاکستان سره د درې اربو ډالرو نغدو مالي مرستو او په اسانو شرطونو د څلورو اربو ډالرو تېل درامد کولو امداد کړی وو.
پوښتنه دا ده چې سعودي عرب په بیا بيا ولې له پاکستان سره د اربونو ډالرو مالي مرستې کوي او هغه څه مفادات دي چې سعودي عرب ترې مجبوره دی چې پاکستان په اقتصادي توګه له دیوالیه کيدو څخه ژغوري؟
د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړیکو په څانګه کې د منځني ختیځ د چارو استاد ډاکټر خورشید خان وايي، د پاکستان او سعودي عرب اړیکې ستراتیژیکې دي.
دی وايي: " له کله چې د پاکستان نيو کليايي پروګرام پیل شوی دی نو له ۱۹۷۰ز کال څخه د دواړو هيوادونو ترمنځ دا یو اتفاق شوی چې د پاکستان پوځ به یوازې د پاکستان حفاظت نه بلکې د سعودي عرب او په خاصه توګه د مقدسو ځایونو حفاظت هم کوي."
نوموړي وویل، " دا خبره د پاکستان پوځ موجوده مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هم کړې ده چې د سعودي عرب امنیت ساتل زموږ ذمه واري ده، خو دوه درې کاله مخکې دا تعلقات هغه وخت خراب شول چې کله پاکستان له ترکي سره نېږدې شو او بیا په ملایشیا کې يوه غونډه جوړه شوه نو سعودي عرب په هغې خپه شوې وو او له پاکستانه یې خپل دوه اربه ډالره پور وغوښته، نو پاکستان دومره مجبوره شو چې له(او اي سي) ضد ډلې څخه راووتو."
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۹ز کال کې هند تر خپل واک لاندې کشمیر انتظامي حیثيت بدل کړ نو پر دې د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو سفارتي خاموشۍ پاکستان خپه کړی وو.
خو ترکيې او ملايشیا د هند په غندنه کې د پاکستان سفارتي ملاتړ کړی وو چې بیا د ملايشیا وزیراعظم د سعودي عرب برلاسي (او اي سي) سازمان په مقابله کې د اسلامي هیوادونو د یو بل سازمان جوړولو لپاره په کوالالمپور کې غونډه جوړه کړه.
سعودي عرب پر پاکستان فشار راوړو چې دغه غونډه کې له برخې اخیستو ډډه وکړي.
خو پوښتنه دا ده چې که پاکستان د سعودي عرب دومره کلک ستراتیژيک ملګری هيواد دی نو بیا د پاکستان له مخالف هيواد هند سره یې ولې ټینګې اړېکې ساتلې دي؟
د ۲۰۱۹ز کال د فېبرورۍ په میاشت کې هند ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال ولیعهد محمد بن سلمان هغه هيواد سره د ستراتیزیک کونسل جوړولو او په بېلا بېلو برخو کې د ۱۲۶ اربو ډالرو د اقتصادي همکارۍ او سرمايه کارۍ يو شمېر لوظنامې لاسليک کړې.
د سیاسي چارو شنونکو په اند، داسې ښکاري چې شهزاده محمد بن سلمان په اسلامي نړۍ کې له سیاسي کړکيچونو څخه زیات په اقتصادي ګټو کې دلچسپي لري نو ځکه په سینکیانګ کې د یغور مسلمانانو پرضد د چين د حکومت او په کشمیر کې د هند حکومت په کړنو چوپه خوله دی.
په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف درانی وايي، د سعودي عرب لپاره هند له پامه غورځول ځکه ممکن نه دي چې له هند سره یې د تجارت حجم ۴۹ اربه ډالره او له پاکستان سره یې صرف ۳،۶ اربه ډالره دی.
د اصف دراني په خبره په نړيوالو تعلقاتو کې هر هيواد خپلو ګټو ته ارزښت ورکوي، که سعودي عرب له هند سره تعلقات لري نو پاکستان د سعودي عرب حریف هیوادونو، ایران او له قطر سره ښه تعلقات ساتلي دي.
نوموړی وايي، " زما په اند په دې لړ کې پاکستان ښه سفارت کاري کوي چې له ایران، قطر او سعودي عرب سره یې په تعلقاتو کې توازن ساتلی دی."
سعودي عرب به درې اربه ډالره تر هغې د پاکستان په مرکزي سټېټ بانک کې ساتي چې په ۲۰۲۳ز کال کې د نړيوال مالیاتي فنډ یا (ای اېم اېف) سره د پاکستان شپږو اربو ډالرو پروګرام پای ته ورسي.
د دې تر څنګ به سعودي عرب هر کال پاکستان ته د ۱،۵ اربه ډالرو تېل د اوږد مهاله پورونو پر بنیاد ورکوي.