مجید بابر په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی او د پاکستان او افغانستان په اړه رپورټونه جوړوي. له نوموړي سره پر اېکس رابطه کولای شئ.
د شمالی وزیر ستان د دته خېلو پوليس مشر رسول دراز خان وايي، پر دوی دواړو دا مقدمه د شمالی وزیرستان پوليسو د روان کال د مې میاشتې پر ۲۶مه په دته خېلو کې د خړ کمر د شهيدانو په لمانځغونډه کې تر ویناګانو وروسته کښلې ده.
د سېپټېمبر پر ۱۱مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د ترقۍ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر وويل چې دا سرشمېرنې به په روايتي نه بلکې پر ساينسي طریقه کېږي.
د سېپټېمبر پر څلورمه کابل ته د رسیدو سره سم په سرینا هوټل کې د بريتانوي ټېلي ويژن چېنل فور خبرېالې لېنډسي هیلسم سره په یو ناڅاپي ملاقات کې جنرل فیض حميد وويل چې کابل ته د خپل هيواد سفیر منصور احمد خان سره خبرو اترو لپاره راغلې.
د پاکستان د لوړو زده کړو د کميشن مشرې ډاکټرې شايسته سهيل له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې د دې تعليمي وظيفو په مرسته د لرې پرتو سيمو ګڼ شمیر هغه نجونه چې د مالي مشکلاتو له وجې يې لوړې زده کړې نه شوې کولاې اوس کامیابې شوې دي.
د پاکستانيو ورځپاڼو د مديرانو شورا، د پاکستانيو خبریالانو مرکزي اتحادیه او د ټول پاکستان د ورځپاڼو سازمان وايي، چې د حکومت د مجوزه قانون مقصد دا دی چې په هېواد کې د بیان پر ازادۍ نور بندېزونه ولګوي او له ولس څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق وتروړي.
د نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د اګست ۳۰مه په داسې حال کې د جبري لادرکۍ نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د پاکستان د څلورو واړو صوبو یو شمېر ميندو ، خويندو او میرمنو پر حکومت غږ کړی چې د دوی د کورنۍ لادرکه کسان دې خوشي کړل شي او یا دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
د پاکستان داخله وزارت په يوه بیان کې ويلي چې د اګست پر ۲۱مه نېټه د ګوادر اېکسپرېس های وې پروژې پر چينايي کارکوونکو ځانمرګی بريد شوی چې پکې يو چينایی انجینر ټپي شوی.
د افغان هیشټګ کارونکو په باور د افغانستان په جګړه کې پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی. خو د دې په غبرګون کې په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم یو هیشټیګ پیل کړی چې پاکستان د افغان سولې ملاتړی (#paksupportingAfghanpeace) دی.
د امریکا سفارت په بيان کې راغلي چې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د پاکستان له حکومت او نړيوالو ادارو سره د کوکنارو او بنګو د کښت د خاتمې او نورو فصلونو کرلو په اړه په ګډه کار کوي.
ځايي ولس او مشرانو مشال راډيو ته ويلي دي چې دوی اندېښنه لري چې په سیمه کې به د پوځي سرتېرو له موجودګۍ سره پوستې ډېرې شي او د دوی تګ راتګ به ستونزمن شي.
په (روزنامه جدوجهد) وبپاڼې په يوه مقاله کې راغلل چې مظهر سعيد شاه عرف عبد الله شاه مظهر په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په دور کې د يوې صوبې په اهمه سرکاري څوکۍ کار کاوه.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې يوې ویډیو کې ښودل کېږي چې وسله والو طالبانو نظر محمد چې په "خاشه ځوان" مشهور و، په يو موټر کې کېنولی، لاسونه یې شا ته ورتړلي او یو وسله وال یې پر مخ په څپېړو وهي او ښکنځل ورته کوي.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې د [بهرنيو وسله والو په اړه د افغان طالبانو نقطه نظر] تر سرلیک لاندې په یوه برخه کې راغلي، که څه هم د ټي ټي پي تګلارې او فعالیتونه د پاکستان پرضد دي خو په افغانستان کې د افغان حکومتي ځواکونو پروړاندې د افغان طالبانو ملګري دي.
د بلدیاتي ادارو د محکمې د انتخاباتو د څانګې مشر ساجد ګل د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې شپږ میاشتې اګاهو یې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) په مرسته په قبایلو کې په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې زیاتولو لپاره د اګهۍ کیمپېن پیل کړ.
شاه محمود قرېشي په ویډیويي پېغام کې ویلي چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژو په اړه خبرې به هم د دې سفرپر مهال د ايجنډا برخه وي.
فغان حکومت د شکور د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. البته د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان په جګړه کې د هېڅ ډلې پلوي نه کوي او خپله خاوره د افغانستان ضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د نرښځیانو ټولنې د خير ښېګړې تنظيم - منزل فاونډيشن - وايي د مبشر سيد یا کالجي وژنې سره په تيرو څلورو کالو کې په خيبر پښتونخوا کې د وژل شوو نرښځیانو شمیر ۸۰ ته رسیدلی دی.
نور وښیئ