فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د پاکستان حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده.
د صوبايي اسمبلۍ د کورنیو چارو سټینډنګ کمېټۍ مشر محمد نواز د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال رېډیو ته وویل چې دوی د بلوڅو ښځو لادرکه کول په کلکه غندي.
روسیې او شپږو نورو هېوادونو چې پکې بېلاروس، شمالي کوریا، ارېټریا، مالي، نېکاراګوا او سوریه (شام) شامل دي، د هغه قرارداد پرضد رایه ورکړه. بلخوا د چین، هند، ایران او جنوبي افریقا په ګډون ۳۲ هېوادونو خپله رایه و نه کاروله.
په نایجیریا کې یو هنرمند په بېلا بېلو طريقو سبزیانې وچوي او بیا یې خوندي کوي. هغه وايي دا کار ځکه کوي چې په خلکو کې د خوراکي توکیو د خوندي کولو په اړه پوهاوی زیات کړي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په اردن کې "د نیاګانو خواړه" په نوم د ښځو یوې ډلې د پخوانیو دودیزو خوړو د تيارولو کار پیل کړی دی. دوی وایي هغه خواړه جوړوي چې اوس نايابه شوي دي. دوی وایي هڅه کوي چې په خپل نوي نسل کې د پخوانیو دودیزو خوړو په اړه پوهاوی زیات کړي. په دې اړه تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په بوسنیا کې د غواوو یو داسې فارم دی چې هلته له خوشیانو نه برېښنا (بجلي) پیدا کېږي. د دغه فارم جوړوونکي وایي دوی په یو ساعت کې د غواګانو له خوشیانو نه دومره بجلي جوړوي څومره چې د یو کور د یوې میاشتې د بجلۍ لګښت وي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیو کې.
په کینیا کې یوې ښځې په خپل کور کې تر ۶۰۰ پورې پیشوګانې ساتلې دي. ۵۱ کلنه رېچل کابو وایي په ۲۰۲۰ ز کال کې یې په خپل کور کې د پیشوګانو ساتل پیل کړي ول او له هغې وروسته ورته ګاونډیان د پیشوګانو مور وایي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیویي راپور.
شریف په خپلو دغو خبرو کې د چا نوم وا نه خیست خو کله چې ترې یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ای اېس ای پخوانی مشر جنرال فیض حمید یادوي، نو ده یې په ځواب کې وویل، "تاسو ټولو ته معلومه ده. نه خو د چا نوم پټ دی او نه د چا شکل."
په سعودي عرب کې د اوښانو لپاره یو هوټل جوړ شوی. د دغه هوټل مالکان وایي که یو تن چرته په سفر یا خپل کار پسې ځي نو خپل اوښ د دوی سره په دغه هوټل کې ساتلی شي. په دغه هوټل کې د اوښانو د خوراک او د صحت پوره خیال ساتلی شي. نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیويي راپور کې.
بزکشي په افغانستان کې ډېر مینه وال لري، دا د هغه هېواد ملي لوبه ده، چې زیاتره لوبغاړي یې په شمالي ولایتونو کې دي. په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د بزکشۍ یوه لوبه هم ترسره شوه. په دې اړه د اسو شیېټېډ اژانس ویډیويي راپور .
په چین کې یو ځل بیا د کورونا وایرس ناروغان په زیاتېدو دي. بلخوا د صحت ځیني چارواکي وایي امکان لري چې هلته په سږني ژمي کې د کورونا له وجې د مړو شمېره ۱۰ لکو ته ورسي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په افغانستان کې په روغتونونو کې د نمونیا ناروغان زیات شوي دي، چې زیاتره شمېره یې د ماشومانو ده. د کابل په روغتونونو کې د ناروغو ماشومانو میندې وایي،کورونه یې یخ دي او دومره وس نه لري چې خپلو ماشومانو ته کورونه ګرم کړي نو ځکه یې ماشومانو ته نمونیا لګېدلې. ویډیويي رپورټ.
په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو دا قانون لومړی په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ شوی وو خو وروسته پکې ځینې بدلونونه وکړل شول چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د ۲۰۲۲ز کال په جون میاشت کې منظور کړ. په دغه قانون کې یوه مهمه خبره د ماشومانو خلاف د جرمونو سزاګانې سختول هم ول.
دا ولسي پاڅونونه په بنو، جنوبي وزیرستان، مومندو او باجوړ کې په پام کې نیول شوې دي. د باجوړ د ولسي پاڅون یو منتظم مولانا خانزېب د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال رېډیو ته وویل، د باجوړ ولس نور پر خپله خاوره نا امني نه شي زغملی.
په ۲۰۲۲ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات یو ځل بیا خرابېدو اړخ ته روان شول. په دغه دوران کې داسې پېښې هم مخې ته راغلې چې پکې له بشري حقونو سرغړونه شوې. د صوبې په مختلفو سیمو کې خلکو د نا امنۍ او د بشري حقونو د سرغړونو خلاف پراخه مظاهرې هم وکړې.
د ترکيې د شمېرو له مخې هلته په ۲۰۲۲زکال کې د وېښتو لګولو کاروبار ډېر ښه وچلېد. د دوی شمېرو له مخې د هغه کال تر پایي نږدې لس لکه خلک له نورو هېوادونو نه هلته د وېښتو لګولو ته ورغلي وو. ځینې بهرنیان وایي په ترکيې کې دغه کار لږ ارزانه دی نو ځکه زیاتره خلک هلته د ویښتو لګولو ته ورځي.
په مصر کې د خاورینو لوښو جوړول یو زوړ تاریخ لري. هلته ځینو کورنیو ته دغه هنر د پلار نیکونو نه منتقل شوی دې. مصري کولالان وایي ډېرو خلکو د اقتصادي ستونزو له وجې دغه روزګار پرېښودی ځکه چې اوس یې کاروبار د پخوا غوندې نه دی پاتې شوی. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د امریکا د ټیکساس ایالت یوه اوسیدونکې وایي دا په ښځو کې په ټوله نړۍ کې اوږدې پښې لري.د تانیا هیبرټ پښه ۳۳ سنیټي میتره ده او د پېزار ناپ یې ۱۸ م نمبر دی ، نو ځکه دا په پیزار او بوټانو موندلو کې ډېر مشکل لري. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د کراچۍ په سفاري پارک کې دا وخت څلور فیلان یا هاتیان دي. په دغو کې د دوو کلیزه په یوه دستوره کې ولمانځل شوه چې پکې د سکولونو ماشومانو هم ګډون وکړ. دا فیلان د تنزانیه نه راوستل شوې دي او د چړیا ګر انتظامیه وایي دوی یې د صحت خاص خیال ساتي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
نور وښیئ