فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي. له دې پرته حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.
ملګرې ملتونه تمه لري چې په ۲۰۲۴م کال کې به دوی یوې داسې لوظنامې ته ورسی چې ترمخه به یې په نړۍ کې د پلاسټکي شیانو استعمال راکم شي. څېړونکي وایي پلاسټکي شیانو اوبو ته غورزېدل هلته د سمندري ژویو ژوند په خطر کې اچوی او باید په دې اړه یوه تګلاره جوړه شي. نور تفصیل د رویټر اژانس په ویډیویي راپور کې.
د عراق په شمال کې یو هنرمند وایي چې هغه د خپل کلي پر دېوالونو انځورګري کوي او هڅه کوي چې په خپل دغه هنر کې پخواني روایات او کلتوري ارزښتونه ځوان نسل ته وښيي. په دې اړه تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
په تهران کې کاروباریان وایي چې هلته د مظاهرو او کاربندیزونو له وجې یې کاروبارونو ته خورا تاوانونه رسېدلې دي. دا له هغې وروسته ده چې په ایران کې په سېپټېمبر میاشت کې د مهسا امینې تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې دي
د افغانستان په پخواني حکومت کې کارکونکې ښځې وایي د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته بې روزګاره شوې دي. په دغو کې د پخواني پوځ ښځینه کارکونکې وایي هیڅوک ورته کار نه ورکوي او د سختو مالي مسلو سره مخ شوې دي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ.
د هند په ګجرات کې یوې کورنۍ د روایتي ساړیو جوړولو ۹۰۰ کاله زوړ دود ژوندی ساتلی دی. دا کورنۍ وایي دا هنر ورته له پلار نیکه څخه پاتې شوی وو او خوشحاله دي چې دغه یې نه یوازې ژوندی ساتلی بلکې ا
د ملېشا ځواکونو په د زده کوونکو د نيولو دغه هڅه د ټولنيزو رسنيو فعالانو غندلې او هلته د ځواکونو پر شتون نيوکې کوي.
جنرال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځ مشر ټاکل شوی وو. نوموړی دوې دورې د پاکستان د پوځ مشر پاتې شو. نوموړي چې په ۲۰۱۹ز کال کې خپله درې کلنه کاري موده سرته رسوله نو د هغه وخت وزیراعظم عمران خان يې موده د درو نورو کلونو لپاره وغځوله
طر چې نن سبا د فټبال د نړیوال جام له وجې د ټولې نړۍ د پاملرنې مرکز جوړ شوی دی، اوس پکې د يوشمېر کاروباري ځایونو مالکانې ښځې دي. هلته یو شمېر ښځې رېستورانونه هم چلوي. د یو رېستوران مالکه وايي، یو شمېر ښځې هلته رېستورانونه لري خو داسې ډېر کم دي چې مالکه پخپله په رېستوران کې موجوده وي،
د پوځ د تلونکي مشر جنرال قمر جاوید باجوه لومړۍ کاري موده د ۲۰۱۹ز کال په نومبر میاشت کې پای ته رسېدلې وه خو د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت تر درو نورو کالو غځولې وه.
عمران خان د نومبر پر ۱۰مه په یو ټویټ کې پر خپلو پلویانو دا غږ هم کړی چې تړل شوي سړکونه او لارې دې ژر تر ژره خلاصې کړي. د پاکستان تحريک انصاف پلويانو اسلام اباد ته تلونکې ځينې لويې لارې بندې کړې وې او احتجاجي مظاهرې يې کړې وې.
مصر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پکې تر ټولو زیاته خورما پیدا کېږي خو پر دې سربېره یې خورا کمه بهرنیو هېوادونو ته لېږدوي. د خورما د باغونو مالکان وایي لا هم جدید سهولتونه نه لري نو ځکه ورڅخه زیاتره کجورې بازار ته تر رسېدو مخکې خرابېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ځوانو استادانو اتحادیه وایي، په دغو کې زیاتره استادان په ۲۰۱۹ز کال کې اخیستل شوي دي او زیاتره پکې د پرایمري سکولونو استادان شامل دي.
فلسطینیان تر واده یوه ورځ وړاندې د زلمي لپاره یو محفل جوړوي چې پکې د واده د زلمي ملګري او خپلوان ورغونډېږي او پر هغه رنګونه، هګۍ او تېل اچوي. هلته د واده د زلمي ملګري وایي د داسې مجلس جوړولو یو مقصد دا دی چې خپل ملګری په ټوکو وځوروي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
میر کلام وزیر چې په صوبایي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی دی په خپل تحریک التوا کې یې ویلي چې تر ټولو زیات ۶۶ فیصده ماشومان په شمالي وزیرستان کې په موجوده وخت کې سکولونو ته نه ځي. د دغو ماشومانو عمرونه د پینځو نه تر ۱۶ کالونو پورې ښودل شوي دي.
د بلوچستان د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي چې وژل شوي کسان مشکوک وسلوال ول. هغې ادارې د اکتوبر پر ۱۸مه په بیان کې وویل چې په عملیاتو کې څلور واړه وژل شوي کسان د ناقانونه بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) غړي ول.
د چین د چنګ سیمې لاسي صنعت ځانګړی نوم لري. په کشيده کارۍ کې د هغوی ځانګړې ټانکې او پر هغه د ګل ګندې لاسي کار يوشمېر سيمو کې نوم وړی دی. په چنګ سيمه کې دا هنر ښځو ژوندی ساتلی دی، او د هغې سيمې هره مېرمنه په دغه هنر پوهه ده او د زیاترو د روزګار وسیله هم ده.
نور وښیئ