د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لومړۍ ډېجیټل سرشمېرنه پیل شوې


تر دې مخکې په پاکستان کې په وروستي ځل په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه - پخوانی انځور.
تر دې مخکې په پاکستان کې په وروستي ځل په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه شوې وه - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې ده چې پکې د کورنیو اقتصادي حالت په اړه هم معلومات غونډېږي.

دا سرشمېرنه د هغه هېواد د شماریاتو اداره پر مخ وړي چې لپاره یې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي.

د شماریاتو اداره وايي، د پاکستان وګړي کولای شي چې د مارچ تر درېیمې پورې د خپل کور او د کورنۍ د غړو په اړه معلومات په ځانګړې ووبپاڼې کې د فورمونو په ډکولو درج کړي.

تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه.

لومړۍ اقتصادي سرشمېرنه

د پاکستان حکومت وايي، په اوسنۍ ډیجیټیل سرشمېرنه کې د کورنیو د ګټې یا امدن او اقتصاد په اړه هم پوښتنه کوي. په دې توګه دا د پاکستان د کورنیو لومړۍ اقتصاد شمېرنه هم ده. له دې سره به حکومت ته دا هم معلومه شي چې په کومو شعبو یا برخو کې د خلکو روزګار زیات دی، په کومو کې کم دی او حکومت باید کومو برخو ته زیاته توجه ورکړي.

د شماریاتو ادارې په وینا، په روانه سرشمېرنه او کورشمېرنه کې به له هر یو کارکوږنکي سره یو ټیبلېټ (وړوکی کمپیوټر) وي چې هغه به کور په کور ګرځي او معلومات به غونډوي.

د خیبر پښتونخوا د شماریاتو ادارې کمېشنر اختر علي خان مشال رېډیو ته وایي د دې لپاره یې ټول تیاری کړی دې. "​په دې کې به اقتصادي پوښتنې هم کېږي لکه د یو کور د امدن ذریعه څه ده، او [غړي یې] څنګه ژوند کوي، په کور کې يې څو کوټې او تشنابونه دي او ځینې نورې پوښتنې هم پکې شته."

د شماریاتو اداره وایي، په خیبر پښتونخوا کې یې د چارو ترسره کولو لپاره ۱۸،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي او هغه خلک چې د پاکستان شناختي کارډ نه لري، هم شماري او په اړه یې معلومات غونډوي.

د سرشمېرنې اړتیا او قبایلي ضلعې

سرشمېرنه د انتخاباتي حلقو او په پارلېمان کې د یوې سیمې د منتخبو غړو شمېر ټاکلو، د طبیعي وسایلو د تقسیم په اړه د پرېکړو، او د وګړو د تعلیم، روغتیا او نورو اړتیاوو پوره کولو د اټکل لپاره کېږي. په بله معنا، حکومتونه د سرشمېرنې او کورشمېرنې پر بنیاد د بېلابېلو چارو ترسره کولو او داراز د پرمختیايي کارونو لپاره پلانونه جوړوي.

همدې موخو ته په کتو، د تېر په څېر دا ځل هم د برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنې په اړه یوشمېر اندېښنې شته دي.

په مومندو کې د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی نثار مومند وايي، د هغې ضلعې په "زرګونو کورنۍ" په تېره څه د پاسه یوه نیمه لسیزه کې د ناامنۍ او پوځي عملیاتو له وجې نورو ځایونو ته کډه شوې او لا هم هلته اوسي.

دی وايي، په کار دی چې حکومت هغه خلک د اوسني استوګنځي پر ځای د مومندو په نفوسو یا ابادۍ کې وشمېري. "​موږ دا غوښتنه کوو چې دوی دې د قبایلي ضلعو هغه وګړي چې د ناامنۍ او یا پوځي عملیاتو له وجې نورو سیمو ته کډه شوي دي په خپلو مستقل ځایونو کې وشماري چې دا شان د قبایلو شمېره نوره کمه نه شي. موږ ته دې روزګار راکړي، امن دې راکړي نو موږ بیا په پردي ځایونو کې څه کوو؟ زموږ سیمې له وسایلو ډکې دي خو اختیار او واک یې له بل سره دی.

په اورکزیو کې د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند یو ځایي مشر حبیب نور اورکزي مشال رېډیو ته وویل، د ناامنیو، پوځي عملیاتو او د خلکو کډه کولو پر مهال د قبایلي سیمو د وګړو کورونه ړنګ او زیانمن شول.

دی وايي، له دې پرته د اورکزیو یوشمېر کورنۍ هم د پاکستان په نورو برخو کې اوسي نو ښايي دا سرشمېرنه یې ابادي کمه وښيي چې له کبله به ورته یو ځل بیا د وسایلو د وېش پر مهال کمه برخه رسي.

دی وايي، د پاکستان د شماریاتو اداره دې د قبایلي ضلعو وګړي د "نورو سیمو غوندې نه شماري. په ۲۰۰۹ز کال کې له اورکزیو څخه خلک د ناامنۍ له وجې کډه شول، څوک په پېښور کې دي، څوک په کراچۍ او څوک پنجاب ته کډه شوي دي. زموږ کورونه ړنګ دي نو دوی به څنګه د قبایلو کور شمېرنه کوي؟ لومړی باید حکومت هغو کورنیو ته د بېرته تګ اجازت ورکړي چې نورو سیمو ته کډه شوي دي، بیا دې سرشمېرنه کوي."

زموږ کورونه ړنګ دی نو دوی به څنګه د قبایلو کورشمېرنه کوي
حبیب نور اورکزی

حبیب نور اورکزی زیاتوي چې د پرمختیا له پلوه هم قبایلي سیمې د هېواد له نورو سیمو وروسته پاتې دي او انټرنېټي اسانتیاوې نه لري نو هلته ډېجيټل سرشمېرنه نه شي کېدای.

خو د شماریاتو اداره وایي، که په کومو ځایونو کې د انټرنېټ نه شتوالي له کبله ټببلېټونه کار نه کوي نو کارکوونکي به د کورنیو په اړه ټول معلومات پر کاغذونو لیکي او بیا به یې مرکزي دفتر ته لېږدوي.

البته د خیبر پښتونخوا د شماریاتو ادارې رییس شوکت علي خان وایي، دا ضروري ده چې یو تن یا کورنۍ یې په کوم ځای کې اوسي نو باید چې هم هلته وشمېرل شي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، "د سرشمېرنې یو بنیادي مقصد دی چې یو تن په کوم ځای کې له شپږو میاشتو څخه زیات وخت تېر کړ نو هم هلته به حسابېږي. که د خیبر یا وزیرستان یا اورکرزیو یو تن سره د خپلې کورنۍ پېښور ته کډه شوی وي نو هغه د پېښور وسایل، سړکونه، اوبه، بجلي او ګیس استعمالوي نو باید هم هلته وشمېرل شي."

د قبایلي ضلعو په زرګونو کورنۍ لا هم د کډوالۍ ژوند کوي او د امنیتي ستونزو او اسانتیاوو نه شتوالي له کبله خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه نه لري.

سرشمېرنه او انتخابات

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د ۲۰۲۳ز کال کې انتخابات وشي. پوښتنه دا ده چې ایا انتخاباتي کمېشن به د تازه سرشمېرنې پر اساس حلقې ټاکي او که نه؟ په دې اړه د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل، د شماریاتو ادارې نتیجو ته ګوري او بیا پرېکړه کوي. "که د شماریاتو ادارې خپلې حتمي نتیجې پر وخت اعلان کړې او له موږ سره وخت وو نو حتماً به انتخاباتي کمېشن پر نویو حلقه بندیو جوړولو غور کوي، خو دا هر څه به وخت اخلي."

د شماریاتو اداره وایي، تمه لري چې سرشمېرنه د اپرېل تر لومړۍ پای ته ورسوي او بیا به د وروستیو نتیجو خپرولو لپاره نور یو میاشت وخت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG