غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې وسله والو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د سیند حکومت او هلته د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، پر وزیر مقدمې نه شي ختمولای ځکه چې قضیې یې په عدالت کې روانې دي.
د خبریالانو ترڅنګ په پاکستان کي د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د حقونو فعالان هم د حکومت پر تازه اقدام نیوکې کړې دي.
د پاکستان حکومت د شېرپاو او خټک د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي دي چې د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري هڅو ته یې دوام ورکړی دی.
حکومت وايي، په قبایلي سیمو کې یې د روغتیا او تعلیم په برخو کې یوشمېر پروژې عملي کړې دي او هلته یې د انفراسټرکچر (بېخبنا) بیارغولو چارو ته هم دوام ورکړی دی.
د حکومت مخالف ګوندونو غړو او ټولنیزو فعالانو د شېخ رشید پر دې تازه بیان نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې "حکومت د ترهګرۍ قابو کولو پر ځای د ترهګرو په څېر ویره خپروي."
د سي اېن جي پمپونو اتحاديې د احتجاج دړکې په اړه د صنعتونو او تجارت لپاره د اعلاوزیر سلاکار عبد الکریم خان د فبرورۍ پر دويمه مشال رېډيو ته وویل، له وفاقي حکومت سره یې دا ستونزه شریکه کړې او کوښښ يې دې چې ژر تر ژره يې هواره کړي.
د پېښور د پولیسو یوه مشر عباس احسن د جنورۍ پر ۳۰مه خبریالانو ته د وینا پر وخت پر پادریانو حمله د "ترهګرۍ" پېښه بللې وه او ویلي یې ول چې پولیسو پلټنو ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې ککړ کسان ونیسي.
د پولیسو په وینا، نامعلومو کسانو پر یو موټر ډزې کړې دي چې د ویلیم سراج په نوم یو پادري وژل شوی او یو بل پادري پکې ژوبل شوی دی.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د اعلاوزیر دفتر د جنورۍ پر پینځمه په بیان کې له دې زیات معلومات نه دي ورکړي خو په پېښور کې صنعتکارانو او سوداګرو یې ستاینه کړې ده.
د خزانې وزير وزیر شوکت ترین ويلي چې په اضافي بجټ کې یې پر ولس یوازې د دوه اربه روپیو نور ټېکس لګولو وړاندیز کړی دی. نوموړي د ډېسېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، په اضافي بجټ کې یې پر هغو شیانو د ټیکسونو وړاندیز کړی دی چې مخکې له مالیو مستثنا ول.
د اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه قرارداد منظور شوی چې د صوبې له ولس څخه به د بجلۍ په بیلونو کې له تېلو د بجلۍ پېدا کولو خرڅ نه اخیستل کېږي.
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جنورۍ پر دویمه په پېښور کې د پاکستان جمهوري تحریک د خیبر پښتونخوا تر صوبايي غونډه وروسته یو خبري کنفرانس ته کړې دي.
نور وښیئ