غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
شوکت یوسفزي د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې غواړي ژر له اسمبلۍ مسوده منظوره کړي. "د قبايلي سیمو هغو کارکوونکو ته چې له ډېرې مودې راهيسې په بېلابېلو دايمي پروژو کې کار کوي، دا زيری دی چې د نوکریو د دایمي کېدو منظوري يې شوې او [مسوده به] په ورځ، دوو کې له اسمبلۍ منظوره شي."
د انتخاباتو د کمېشن صوبايي ویاند سهیل احمد وايي، دېسېمبر پر ۱۳مه هېڅ یوه نوماند خپل د نامزدګۍ کاغذونه واپس نه دي اخېستي او د شوکت ترین د نوماندۍ خلاف اپیلونه هم خارج شوي نو ځکه مقابله به د څلورو کاندیدانو په منځ کې وي.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې له حکومت سره د شوي لومړني تړون له مخې به د دوی ۱۰۲ بندیان د افغانستان د طالبانو له لارې دوی ته سپارل کېدل خو لاهم په هغوی کې ټول نه دې خوشې شوي.
مولانا فضل الرحمن وویل چې دې لانګ مارچ ته به د ټول هېواد له هر برخې به ولسونه اسلام اباد ته درومي او د دې د تیاریانو او حکمت عملۍ لپاره به د ټولو صوبو په کچه غونډې رابلل کېږي.
د نومبر پر اتمه نېټه نامعلومه وسله والو مدني فعال او خبریال محمد زاده او د هغه یو خپلوان عمر حیات په دوو جلا جلا پېښو کې وژلي ول.
د بلدیاتو پخوانی صوبايي وزیر عنایت الله له صوبايي حکومت سره اتفاق نه کوي او هغه وايي چې د دوی ګوند جماعت اسلامي به د حزب اختلاف له نورو ګوندونو سره یوځای په سپریم کورټ کې د های کورټ د فیصلې دفاع کوي.
تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه
د مشال راډیو له خوا ترلاسه شوي د نومبر شپږمې په دې لیک کې ویل شوي چې پر تحریک لبیک د لګېدلي بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.
په دغه اړه تر خبري کانفرنس وروستو د اطلاعاتو صوبايي وزیر کامران بنګش مشال رېډیو ته وویل چې یاده کمیټي به د الیکشن کمیشن له چارواکو سره په دغه اړه د تکنیکي ستونزو او نورو مسلو په اړه خبرې اترې کوي:
د پاکستان تحریک انصاف مشرانو د ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې د ټګۍ تورونه په بیا بیا رد کړي دي او تر دې وړاندې د پوځ مطبوعاتي ادارې ای اېس پي ار هم د ۲۰۱۸م په ټولټاکنو کې د لاسوهنې تورونه بې ځایه بللي ول.
د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وویل چې د دې ګام مقصد د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک بیا-راژوندې کول او په هر کلي کې د خدای د رضا لپاره د پښتنو خدمت کول دي.
دغه خبرې د پاکستان د خبریالانو فیدرل یونین مشر شهزاده ذولفقار مشال راډیو ته له غوندې وروسته په خبرو کې وکړه.
دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ترکيې ټي ار ټي ټلیويژن ته په مرکه کې وويل چې حکومت يې له هغو وسله والو طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی چې غواړي خبرې وکړي.
احمد کریم کنډی وايي د خیبر پښتونخوا حکومت له اوبو د نهه زره مېګا واټو بجلۍ پېداکولو نوې منصوبې تجویز کړې وې خو تر وفاقي حکومت لاندې اړوندو ادارو دغه پروژې په خپله منصوبه بندۍ کي نه دي شاملې کړې
تر پېښې وروستو ځايي خلکو له مړو سره پر سړک احتجاج هم وکړو خو د ضلعې د چارواکو لخوا په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو په باور احتجاج پای ته ورسېد.
پولیسو او د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکیو مشال راډیو ته ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه ماسخوتن د تورمنګ په یوه جنازه ګاه کې دوو مخالفو ډلو په یو بل ناتاره ډزې پیل کړي چې په نتیجه کې یې نهه کسان ووژل شو او ۲۰ نور ټپیان دي.
میر کلام وزیر وویل، موږ هلته شریعت او طالب غواړو او دلته په خپل هېواد کې یې نه غواړو، خو پکار دا ده چې د ځان لپاره څه خوښوو نو چې د بل لپاره هم هغه خوښ کړو
د سېپټېمبر پر اوومه مازیګر مهال د ګوند د یوه مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي خورشید شاه د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
شیخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر پينځمه د تورخم د سفر پرمهال خبريالانو ته وويل چې د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته د افغانستان د ګاونډيو او نورو هېوادونو په سياست کې لوی بدلون راتلونکی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ملي جمهوري غورځنګ په نوم د يوه نوي سياسي ګوند اعلان کړی دی. نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې په پاکستان په ځانګړې توګه په پښتونخوا کې د يوه ملتپاله
نور وښیئ